یونان کې څلور افغانان د کډوالو د کمپ سوځولو په تور محکوم شول 

د دغو افغان کډوالو محکمه تېره ورځ پیل شوې وه

نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولي ۲۲) په یونان کې څلور افغان پناه غوښتونکي د کډوالو د یو کمپ د سوځولو په تور په لسو کلونو بند محکوم شول.

د دوی محکمه تېره ورځ پیل شوې وه.

د دوی مدافع وکیلان شکایت کاوه چې محکمه منصفانه نه وه.

د یونان د «لسبوس» په ټاپو کې د «موریا» په نامه د کډوالو یو لوی کمپ چې ۱۰۰۰۰ کسان په کې اوسېدل، د ۲۰۲۰ په سپتمبر کې وسوځول شو.

دغه څلور افغان کډوال تورن دي چې کمپ ته یې اور ورته کړی دی. یو بل افغان کډوال شاهدي ورکوي چې شپږ افغانانو دا کمپ سوځولی دی.

محکمې ته چې نن کوم څلور افغانان وړاندې شوي، د یوې جنایتکارې ډلې د غړیتوب په لرلو او کمپ په سوځولو تورن دي.

په دغې قضیې کې دوه نور افغانان وار د مخه محکوم شوي او پنځه-پنځه کاله بنديان شوي دي.

د دغو افغانانو مدافع وکیلانو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ویلي چې موکلینو ته یې منصفانه فرصت نه دی ورکړل شوی چې د ځانونو سپیناوی وکړي.

وکیلانو ویلي دي اسناد ښيي چې په تورنو کسانو کې یې دوه تنه د نیول کېدو پر مهال تر ۱۸ کلونو کم عمرونه لرل خو له هغوی سره د بالغو انسانانو په څېر چلند شوی دی.

وکیلانو ویلي دي چې د دغې پېښې شاهد نه د مارچ د میاشتې په محکمې کې حاضر و او نه هم په نننۍ محکمې کې.

د موریا کمپ په ۲۰۱۳ کې د ۳۰۰۰ کډوالو لپاره جوړ شو خو په ۲۰۱۵ کې د اسیا او افریقا څخه د کډوالو د شمېرو په زیاتېدو سره دا کمپ ډېر لوی شو او ډېر ژر د خشونت په یو مرکز هم بدل شو.

په کمپ کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته اور بل شو. عیني شاهدان وايي د کمپ ۲۰۰ کډوال کرونا شوي وو خو ځانونه یې قرنطین نکړل او همدا کار د کډوالو ترمنځ د شخړې سبب شو.