د خبریالانو مرکز: د فعالیت لپاره د صنفي جواز اخیستل پر رسنیو اضافي فشار دی

عکس: ارشیف - په کابل کې د یو تلویزیون ستدیو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د څو اړوندو وزارتونو څخه د کار د جواز د لرلو باوجود رسنۍ د ښاروالیو له خوا د صنفي جواز اخیستلو ته اړ کول د طالبانو تر واک لاندې په رسنیو باندې یو بل لوی اقتصادي فشار دی.

دغه مرکز د پنجشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۱۴( کب ۲۴) په یوه اعلامیه کې د غزني د ښاروالۍ له خوا د "صنفي جواز د محصول" د نه ورکولو له امله په موقتي توګه په دغه ولایت کې د دوه سیمه ییزو راډیوي خپرونو په بندیدو انتقاد کړی دی.

د غزني ښاروالۍ د صنفي جواز د اخیستلو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې رسنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ، مخاربراتو او یا هم د صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو جوازونه لري او د همدې لارې حکومت ته مالیه ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د غزني ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ د "شمله" او "دهکده" په نوم دوه راډیوي سټیشنونه د صنفي جواز د نلرلو له امله وتړل، چې ددغو راډیو سټیشنونو د مسوولینو او سیمه ییزو خبریالانو د اعتراض وروسته یې د درې ساعتتونو تړلو څخه پس په دې شرط بیرته دا راډیوي خپرونې پرانیستلې چې د ښاروالۍ صنفي جواز پیسې دغې ښاروالۍ ته وسپاري.

دغه مرکز ویلي: " د ښاروالۍ مسوولينو د دې راډیو ګانو له استازو او سیمه ییزو خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي دي، چې له کابل څخه تر فشار لاندې دي او اړ دي په دې برخه کې د ښاروالیو قانون پلي کړي."

د غزني د ښاروالۍ د چارواکو د وینا پر اساس هره رسنۍ په دې مکلف ده، چې له دې ادارې د سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي. د دې جواز د ترلاسه کولو کلنۍ اندازه شاوخوا ۷ زره افغانۍ ټاکل شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکزد غزني د ښاروالۍ له خوا ددوو سیمه ییزو راډیوګانو د فعالیت دوام د صنفي جواز د اخیستلو پورې د تړلوشرط باندې اندیښنه ښودلي او ویلي دي: " د صنفي جوازاخیستلوته د رسنیو اړکول، په داسې حال کې چې له څو اړوند وزارتونو د کار جواز لري او د هغې مالیه هم ورکوي دا په رسنیو دوه چنده فشار ګڼي او د دې بهیر د لغوه کولو غوښتنه کوي.”

په ځینو نورو ولایتونو کې هم د رسنیو مسوولینو ویلي چې د صنفي جواز د اخیستلو لپاره د ښاروالیو تر فشار لاندې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې د ښاروالیو له لورې د صنفي جوازونو د ورکړې طرحه د جمهوري نظام پرمهال چمتو شوې وه، خو د رسنیو د اعتراض له امله هغه مهال پلې نه شوه.

اوس مهال په غزني کې پنځه خصوصي راډيوګانې شمله، دهکده، سماع، خوشحال او د غزنويان په نوم راډیو ټلویزیون فعالیت کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په رسنیو باندې د طالبانو د فشارونو سربیره اقتصادي فشارونه هم زیات شوي دي ‎.

ارایس ایف ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې ډیر زیات محدودیتونه لګولي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادي ډیره زیاته محدوده شوې ده.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) تیر ۲۰۲۳ کال د رسنیو وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.