د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ولې په بېساري ډول ټیټ شوی؟

  • د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ولې په بېساري ډول راټیټ شوی دی؟

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بېساري ډول راټیټ شوی دی.

په کابل کې د شهزاده سرای د صرفانو ټولنه وايي، چې د روژې میاشتې له پیل څخه تر دا مهاله د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت نسبت تېرو ۱۸ کلونو ته په بېسارې ډول راټیټ شوی دی.

د دغه ټولنې د مسؤلینو په وینا د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر ۳۱مه» د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۸۰ افغانۍ او ۷۰ پوله تبادله کېده، په داسې حال کې چې دوې یا درې اونۍ مخکې یو امریکايي ډالر په ۷۶ افغانۍ او ۵۰ پوله تبادله کېده.

سرای شهزاده

د کابل صرافانو د ټولنې ویاند حاجي زیرک نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل:"په افغانستان کې وروستۍ ناامنۍ په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې، د دولت دننه چې کوم کشمکش په ځانګړي ډول اجرائیه ریاست او ولسمشرۍ ماڼۍ، د دولت او کاندیدانو ترمنځ جنجال او سولې په اړه خبرې هغه عمده لاملونه دي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت کم کړی دی."

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په بازارونو کې د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو تنظیم د افغانستان بانک له «کنټرول» څخه وتلی دی او دغه بانک یې د یاد بحران په مخنیوي په پاتې راتلو تورن کړ.

  • پر بازار د افغانیو د راټیټېدو اغېز

په تېرو اتلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د یو امریکايي د یو امریکايي ډالرو ارزښت له ۸۰ افغانیو څخه پورته کېږي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو ټیټېدو په افغانستان کې د وارداتي توکو پر بیو هم منفي اغېز کړی چې د اکثرو خوراکي توکو بیو کې شااوخوا ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ټیټېدو د وارداتي توکو پر بیو منفي اغېز کړی دی چې له امله یې دغه توکي په لوړو بیو د افغانستان بازارونو ته واردېږي.

د دغه خونې ویاند جان اقا نوید امریکا غږ ته وویل:"په هره اندازه چې د اسعارو بیه لوړېږي په هغه اندازه د توکو بیې د افغانستان په بازارونو کې لوړيږي."

د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې په بېساري ډول ټیټ شوی

​هغه وویل:"هغه مواد چې په بهر کې په ډالرو رانیول کېږي، د افغانستان په بازارونو کې چې مو مخکې په ۷۰ افغانیو اخیستل اوس یې په ۸۰ افغانیو رانیسو.د هر وارداتي توکي په بیه کې لس افغانۍ زیاتوالی راغلی دی".

د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم ناامني، د افغانستان بانک لخوا د ثابت مالي سیاست نشتوالی، پر خپل راتلونکي د افغانانو بې باوري او د افغانستان ناڅرګند سیاسي برخلیک هغه داخلي عوامل بولي چې له امله یې افغان سوداګرو په تېرو یو ـ دوو کلونو کې خپلې پیسې بهرنیو هېوادنو په ځانګړي ډول اماراتو ته انتقال کړي دي.

  • د ډالرو په وړاندې د افغانیو پنځ نیم سلنه ټیټېدل

د افغانستان بانک مني چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو په بیو کې ۵.۵ سلنه کموالی راغلی دی، چې دغه اندازه د روژې میاشتې له پيل څخه تر دا مهاله دوه سلنه کموالی ښيي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وايي، چې د وروستیو اقتصادي تحولاتو په ځانکړي ډول په ایران او پاکستان کې «د اسعارو بیې» چې د افغانستان له مهمو شرکانو څخه دي پر افغانیو باندي مستقیم تاثیر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:"د افغانستان بانک چې کوم کار کولای شي په بازار کې مداخله ده... د مالي کال له پيله چې په جدې میاشت کې پیل شو، له شااخوا ۸۵۰ څخه بیا تر ۸۶۰ میلیونه ډالر مو بازار ته وړاندي کړي دي، ترڅو له دې لارې وتوانېږو چې د افغانیو بیه یو ډول وساتل شي او له ټیټوالي څخه یې مخنیوی وشي."

  • د امریکا او ایران کړکېچ

د امریکا او ایران ترمنځ وروستی کړکېچ هم یو له هغو عواملو څخه بلل کېږي چې له امله یې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول ټیټ شوی دی.ایران له پاکستان څخه وروسته د افغانستان بل مهم اقتصادي ملګری دی چې پر هغه هېواد د ایران د بندیزونو له امله د افغانستان بازارونه هم اغېزمن شوي دي.

د افغانستان د وارداتو یوه لویه برخه ایراني توکي تشکیلوي چې له کاله دری میلیارډ ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان بانک ویاند ایمیل هاشور امریکا غږ ته وویل، چې په ایران کې هر ډول اقتصادي تغیرات کولای شي د «د افغانیو د تبادلې پر بیې» تاثیر وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانیو ترڅنګ د ایراني تومن او پاکستانیو کلدراو بیې هم د ډالرو په وړاندې په بېساري ډول ټیټي شوي دي.

که څه هم د افغانستان بانک مسؤلین په دې اړه څه نه وايي، خو مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې ایران د امریکا تر بندیزونو وروسته له افغانستان څخه په غیر قانوني ډول د ډالرو انتقالولو لړۍ پيل کړې ده.

افغان صرافانو تر دې مخکې ویلي و چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ټیټېدو یو بل لوی لامل هم د ایران لخوا د ډالرو قاچاق او د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو کمېدل دي.