پاکستان کې د افغانانو لاریون؛ د طالبانو رسمیت پيژندل 'تروریزم ته مشروعیت ورکول' دي

اسلام اباد کې د افغان کډوالو اعتراضیه غونډه

د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره په قطر کې د ملګروملتونو په کوربتوب د جوړیدونکي غونډې په درشل کې د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو په ګډون په پاکستان کې میشتو یو شمیر افغان کډوالو په یو لاریون کې ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پیژندل د تروریزم او ترهګرۍ د مشروعیت په معنی دي.

دغو اعتراض کوونکو چې شمیر یې لسګونو کسانو ته رسیده د یکشنبې په ورځ اپریل ۳۰( ثور۱۰) د اسلام اباد په ښار کې په یوه غونډه کې د "عدالت، عدالت- مرګ په دغه جنایت" ، د "افغانستان خلک د طالبانو په اسارت کې" او ځینې نور شعارونه ورکړل.

د دغو اعتراض کوونکو یوې ګډونوالې میرمن مولوده توانا امریکا غږ ته وویل، چې ددغې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې یې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ‌ډول د ملګروملتونو څخه وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي او باید د افغان میرمنو او نجونو د تیرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې له پامه ونه غورځوي.

میرمن توانا وویل، چې اعتراض کوونکو په ځانګړي ډول په پاکستان کې میشتو افغان ښځینه فعالانو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د بندیدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د طالبانو په رسمیت پیژندل به " نسل وژنې، د بشریت پر وړاندې جنایت او جنسیتي تبعیض ته څرګند مشروعیت ورکول وي".

د ملګروملتونو عمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد په وروستیو ورځو کې په خپلو څرګندونو کې د طالبانو سره د تعامل په اړتیا ټینګار کړی او ویلي و، چې په راتلوونکو ورځو کې به د " طالبانو د رسمیت پیژندلو" په سر د بحث لپاره یوه غونډه جوړه شي.

د میرمن محمد دغه څرګندونې د افغانستان په دننه او بهر کې د پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ټاکل شوې د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي او ددغه هیواد د روان وضعیت لپاره د حل د لارې د لټولو په برخه کې د نړیوال تعامل د پیاوړي کیدو په سر بحث وکړي.

په اسلام اباد کې ددې اعتراضي غونډې په پریکړه لیک کې ویل شوي:" مونږ افغانان، چې په یوه بشري ټولنه کې ژوند کوو، هره ورځ په خپل وجود ددغې غمیزې درد احساس کوو، ملګروملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته خبرداری ورکوو، چې طالبان دې په رسمیت ونه پیژني. په دې صورت کې، چې د افغانستان د خلکو احساسات او رنځ په پام کې ونه نیسئ، د هغې ناسم عواقب به مللګروملتونو ته متوجه اوسئ".

همداشان دغو اعتراض کوونکو په ټوله نړۍ کې له افغانانو څخه وغوښتل، چې پرېنږدې، چې یو ځل بیا یې په برخلیک باندې لوبې وشي او هغوی باید د خپل راتلوونکي لپاره قیام وکړي او نړیوالو ته خپل غږ ورسوي.

په اسلام اباد کې ددغه لاریون یوه ورځ وړاندې په کابل کې هم د ښځو یو شمیر افغان فعالانو په یو لاریون کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګروملتونو څخه ورته غوښتنې مطرح کړې وې.

له ملګروملتونو څخه د طالبانو غوښتنه

د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکو په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د ځینو چارواکو سره په کتنه کې ددغې ادارې څخه غوښتي، چې د طالبانو د حکومت د لاس ته راوړنو په اړه دقیق معلومات د دوحې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محمد ذاکر د یوناما د دفتر د سیاسي څانګې د رئیس سکاټ سمیت سره کابل کې په دغه کتنه کې ویلي، چې هغوی باید د طالبانو د حکومت رسیمت پیژندلو ته د دوحې د غونډې ګډونوال وهڅوي.

د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه د یو شمیر افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې شوي، چې تیره اونۍ د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو مسله د دوحې د غونډې په اجندا کې شامله نه ده، بلکې د غونډې هدف د افغانستان په هکله د دوامدار مخکې تګ لپاره د نړیوال تعامل بیا پیاوړي کول او ګډو اهدافو لټول دي.

ښاغلي دوجاریک جمعه اپریل ۲۸ (غوایي ۸) وویل چې غونډه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو د حقونو، ټولشمول حکومت، د ترهګرۍ سره د مبارزې او مخدره موادو د قاچاقو سره د مبارزې په هکله د پیغامونو یووالی او شریکوالی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند همدرانګه وویل چې عمومي منشي د دوحې په غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړې.