د افغانستان بانک ۱۰ میلیون ډالر لیلاموي

عکس(ارشیف)

په داسې حال کې چې د افغانیو په وړاندې د ډالر ارزښت یو ځل بیا پورته شوی، د افغانستان بانک په یو تازه اقدام کې ویلي چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ ۱۰ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.

د افغانستان نن دوشنبه فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) پر شرایطو برابر سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې: "د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې په ۲۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدو کې شاوخوا (۱۰) میلیون امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري."

د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس د لیلام ګټونکي اړ دي خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د افغانسان بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او په خبره یې د لیلام ګټوونکي د خپلې ذمې د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

دا په داسې حال کیده چې نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر د افغانیو په وړاندې په ۹۲.۲۴ افغانیو تبادله کیږي.

په دې وروستیو کې د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو ارزښت په بېساري ډول لوړ شو. تر دې مخکې افغان صرافانو امریکايي غږ ته ویلي و چې د اسعارو د تبادلې په بازار کې د ډالرو کموالی د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د پورته کېدو له اصلي لاملونو څخه بلل کیږي.