د لاس رسي وړ اتصالات

د ډالرو ارزښت  یو ځل بیا په افغانیو پورته شوی


عکس(شهزاده سرای)
عکس(شهزاده سرای)

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه یو ځل بیا پورته شوې ده او اوس مهال یو امریکايي ډالر په ۹۴ افعانیو تبادله کیږي.

په شهزاده سرای کې د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک نن سه شنبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې د افغانیو په وړاندې د بهرنیو اسعارو د لوړېدو مخنیوي په هدف هڅې روانې دي.

ښاغلي ځیرک زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې یو امریکايي ډالر ۸۸ افغانیو ته راټیټ شوی و، خو اوس مهال د ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه بیرته راټیټه شوې ده. صرفان وايي چې د ډالرو بیه د افغانیو په وړاندې په هر ساعت کې تغیر کوي.

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي چې شهزاده سرای د یوې ناستې د تر سره کېدو له امله د لنډ مهال لپاره تړلی و. ښاغلي ځیرک زیاته کړه چې اوس مهال د اسعارو د تبادلې دغه مرکز د خلکو پرمخ خلاص دی. خو نوموړي ونه ویل چې یاد سرای ویلې د لنډ مهال لپاره تړل شوی و.

په کابل کې د شهزاده سرای صرافانو ټولنه وايي چې د افغانستان بانک له صرافانو څخه غوښتي چې د جواز ورکولو مدیریت ته مراجعه وکړي ‌چې د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتي جوازونه، مقررات او یو لړ نور شرایط په پام کې ونیول شي او پوره شي.

د افغانستان بانک ویلي چې له ټاکل شوي نېټې وروسته له بې جوازه صرفانو سره قانوني چلند کیږي.

د لومړنیو خوراکي موادو بیې

له دې سره سره چې چارواکو تر دې مخکې د افغانیو په وړاندې د ډالر د ۱۰ څخه تر ۱۵ افغانۍ پوري د پورته کېدو خبر ورکړی دی، خو اوس هم د تېلو او ګازو په ګډون د لومړنیو توکو په بیه کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس هم د خوراکي او سونګ موادو بیې لوړي دې چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د را نیولو توان نلري.

د محمد سمیر په نوم د کابل ښار یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په وروستۍ اونۍ کې د افغانیو په وړاندې د ډالر د بیې په ټيټېدو سره د لومړنیو توکو او نفتي موادو په بیه کې لږ کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان او په ځانګړي ډول د کابل ښاروالي باید د موادو د بیې ټيټېدو برخه کې جدي اقدامات وکړي او دوکاندارانو او سوداګرو ته نرخ نامه وټاکي.

د کابل ښار یاد اوسېدونکی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته ګڼو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په خبره یې ددغه وضعیت خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کیده چې تر دې مخکې د افغانستان سوداګرۍ خونې د ډالرو په وړاندې د افغانیو له پورته کېدو سره ویلي و چې سوداګر او دوکانداران باید د لومړنیو خوراکي او نفتي موادو بیې ټيټي کړي.

XS
SM
MD
LG