ملي امنیت: پر مولوي نیازي او مولوي مفلح د برید طراح ونیول شو 

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې پر مولوي محمد ایاز نیازي او مولوي عزیزالله مفلح باندې د د وژونکو بریدونو طراح نیول شوی دی.

د افغانستان ملي امنیت د اعلامیې په بنسټ چې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) خپره شوه، نیول شوی کس عبیدالله نومیږي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ساحو کې د داعش د خراسان د څانګې د عملیاتو عمومي مسول و.

اعلامیه وایي چې عبیدالله مشهور په عکرمه مدني او خالد ارهابي په خپلو اعترافونو کې ویلي چې د مولوي نیازي او مولوي مفلح د وژلو په طرحه او په کابل او د افغانستان په څو نورو ښارونو کې یې په څو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلودلی دی.

مولوي نیازي، د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات خطیب و چې د روان کال د جوزا په ۱۳ په جومات کې د یو ایښودل شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. ددې پیښې نه پوره لس ورځې وروسته د کابل ښار د څلورمې کارتې په ساحه کې مولوي عزیزالله مفلح د دریو نورو لمونځ کوونکو سره د شیرشاه سوري په جومات کې شوې چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې عبیدالله د ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۴ کلونو پورې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې اړوند مرکزونو کې "تروریستي زده کړې" کړي او د داعش د خراسان څانګې په رامنځ ته کیدو سره ددغې ډلې سره یوځای شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې مولوي عبیدالله له نیول کیدو دمخه په کندز ښار کې د امام صادق د جومات پر ملا امام باندې د برید نیت درلود.