اوکراینۍ الوتکه کې د وژل شوو اوو تنو افغانانو جسدونه پېژندل شوي

په ایران کې په غورځېدلې اوکراینۍ الوتکه کې د وژل شوو افغانانو انځور

په ایران کې د افغانستان سفارت وايي، د ایران عدلي طب په دغه هیواد کې په غورځېدلې اوکراینۍ الوتکې کې د وژل شوو ۱۳ تنو افغانانو له ډلې د اوو تنو جسدونه پيژندلي دي.

تېره اونۍ یوه اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه د ایران مرکز تهران کې را وغورځېدل چې د ۱۳ تنو افغانانو ترڅنګ ۱۷۶تنه پکې ووژل شول.

د ایران حکومت د یادې پېښې تر رامنځته کېدو درې ورځې وروسته ومنل چې دغه الوتکه د «سپاه پاسداران» ځواک په راکټ ویشتل شوې ده او هغه یې «انساني خطا» وبلل.

په ایران کې د افغانستان سفارت تېره شپه د «مرغومې پر ۲۳مه»په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران عدلي طب تر خپلو څېړنو وروسته دوی ته د اوو تنو وژل شوو افغانانو د جسدونو د پېژندنې ډاډ ورکړی دی.

په دغه بیان کې راغلي:"عدلي طب د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت ته د اوو تنو شهیدانو هر یو: سکینې احمدي، محسن احمدي، مطهرې احمدي، رحیمې کاتبي، شهرام تاجیک، مهدي تاجیک او مهدي رضایي د جسدونو د تشخیص ډاډ ورکړی دی."

د افغانستان سفارت پخپلې اعلامیې کې ویلي، چې د یادو کسانو کورنۍ کولای شي د خپلو دوستانو جسدونه نن تر لاسه کړي.

بیان زیاتوي، چې د پاتې شپږو نورو وژل شوو افغانانو د تشخیص او تسلیمې هڅې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران قضايي قوې چارواکو ویلي، چې په دغه پېښه کې د تورنو کسانو د پيژندلو او نیولو هڅې روانې دي، چې تر تر دا مهاله یو شمېر تورن کسان هم نیول شوي دي.

د ایران د قضايي قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي ویلي، چې ټاکل شوې د دغه الوتکې «تور بکس» د ایران او اوکرایني کار پوهانو سره یو ځای د لا څېړنو په هدف فرانسې ته واستول شي.