د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د الوتکې له ویشتلو وروسته د پوځ ضد مظاهرې


امیر کبیر پوهنتون ته نژدې خلک د اوکراینۍ الوتکې د وژل شویو مسافرو په یاد شمعې بلوي
امیر کبیر پوهنتون ته نژدې خلک د اوکراینۍ الوتکې د وژل شویو مسافرو په یاد شمعې بلوي

وروسته له هغې چې د ایران سپاه پاسدارانومنله چې اوکراینۍ ملکي الوتکه یې په سهوه ویشتلې او غورځولې ده، ددې هیواد په څو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

د اوکراینۍ الوتکې د غورځېدو په پیښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول.

په تهران کې د شریف پوهنتون محصلینو شعار ورکاوه چې "ټولپوښتنه زمونږ د خلکو ژغورنه ده".

په تهران کې د شریف پوهنتون د محصلینو اعتراضونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:13 0:00

اعتراضونه یواځې په تهران کې نه بلکه د رشت په ښار کې هم خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او آیت الله علي خامنه یي او د هغه متحدینو ته یې "بی شرم" خطاب کاوه.

په رشت ښار کې هم خلک لارو کوڅو راوتلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

د بلوا ضد پولیس د امیر کبیر د پوهنتون په شاوخوا کې اعتراض کوونکي څاري.

د بلوا ضد پولیس د امیر کبیر د پوهنتون په شاوخوا کې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:21 0:00

د مظاهرو ویدیوگانې دغه پوهنتون ته نژدې یو شمیر اعتراض کوونکي ښکاره کوي چې "دکتاتوري مرده باد" شعارونه ورکوي او آیت الله خامنه‌یي ته د "خاین" خطاب کوي.

پر اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی گاز استعمال شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:05 0:00

یوه بله ویدیو چې فلم جوړونکي جعفر پناهي په خپل انستگرام کې خپره کړې ښیي چې پولیس د امیر کبیر پوهنتون ته نژدې پر اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی گاز استعمالوي.

د امیر کبیر پوهنتون ته نژدې اعتراضونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:17 0:00

په تهران کې د شریف پوهنتون ته نژدې اعتراض کوونکي شعار ورکاوه چې "رهبر دی که زمونږ رنځ، رهبر دې که زمونږ شرم".

په تهران کې د شریف پوهنتون ته نژدې اعتراض کوونکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:10 0:00

د امریکا غږ په خپلواکه توگه دغه ویدیوگانې نشي تائیدولای.

XS
SM
MD
LG