د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې غځېدو احتمال

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوېدو کمېسیون مشر وايي، ممکن یاده جرګه له خپل ټاکل شوې نېټې څخه نوره هم وغځېږي.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې د تېرې دوشنبې په ورځ پرانیستل شوه پرون سې شنبه د اداري پلاوي تر ټاکل کېدو وروسته په۵۰ کمېټو پر اصلي جنډا کار پيل کړ.

محمد عمر داودزي که څه هم وايي، چې د جرګې کار له ټاکل شوي مهالوېش سره سم روان دی، خو زیاتوي که چیري د نن ورځې تر پایه د کاري کمېټو کارونه خلاص نشي ممکن دغه جرګه یوه او یا هم نېمه ورځ نوره هم وغځېږي.

محمد عمر داودزی

​ښاغلي داودزي د چهارشنبې په ورځ د «غوايي پر۱۱مه» مطبوعاتو ته وویل:"که چیري کمېتې د نن ورځې تر ۲ یا ۳ بجو خپل کار خلاص کړي، وروسته به د مهالوېش سره سم راپور ورکول پیل شي او که نن ټوله ورځ په کمېټو کې تېره شي او سبا راپور ورکول پیل شي په هغه صورت کې امکان لري چې یوه ورځ یا نیمه ورځ جرګه وغځېږي."

ولسمشر غني د جرګې د پرانیستې په ورځ عبدالرب رسول سیاف د جرګې مشر وټاکه چې تېره ورځ افضل حدید، محمد عارف نورزی، حبیبه سرابي، کمال صافی او ناجیه منیره اخندزاده د نوموړي د مرستیالانو او رفیع الله حیدري، محمد موسی رحیمي، عرفان الله عرفان، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د منشیانو په توګه وټاکل شول.

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ګډونوال په ۵۰ کمېټو کې له طالبانو سره د مذاکراتو د چارچوب پر تعینولو او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره د یو مشخص میکانیزم پر رامنځته کول بحثونه کوي.

د یادې جرګې د جوړېدو کمېسیون د مشر عمر داودزي په وینا د یادو ۵۰ کمېټو له ډلې د ۱۳ کمېټیو مشرانې او د ۲۶ کمېټو منشیانې مېرمنې دي.

په داسې حال کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون عبدالله عبدالله او شمېر نورو سیاسیونو له جرګې سره بایګات کړی، ښاغلي داودزي هیله وښودل چې یاد کسان دي د جرګې د وروستۍ ورځې په غونډه کې ګډون وکړي.

لویه جرګه

​د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې چې نن یې د پرانیستلو دریمه ورځ ده ۳۲۰۰ تنه ګډون کړی دی.

د جرګې د امنیت په خاطر په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.