د افغان سولې مذاکراتي ټیم ته غبرګونونه

طالبان وايي دا ډله ټولشموله نه ده

له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت له لوري د مذاکراتي ټیم په اړه بیلابیل غبرګونونه ښودل شوي دي.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د مذاکراتي پلاوي مبارکي افغان حکومت، سیاسي او د مدني ټولنې مشرانو ته ورکړې ده او پدغه پلاوي کې د دوی له را ټولیدو هرکلی یې کړی دی.

زلمي خلیل زاد په خپل ټویټر لیکلي چې دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ټول شموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده، د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د انځور رښتونی او د ښځو د رغنده ونډې څرګندوی دی.

دا اجماع یو بامفهومه ګام دی چې اړخونه بین الافغاني مذاکراتو لور ته نیږدې کوي.

د امریکا سفارت هم د افغان سولې مذاکراتي ټیم هرکلی کړی او دا یې مهم ګام ګڼلی، او زیاته کړې چې دا ډله کولی شي د خلکو توقعات پرځای کړي مونږ حاضر یو، چې له طالبانو سره د دوی د مخامخ خبرو لپاره تیاري ته زمینه برابره کړو.

خو طالبانو د شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري۹) په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې دا ډله په افغانستان کې د ټولو سیاسي "جهتونو" استازیتوب نشي کولی، د طالبانو بل انتقاد دا دی چې دا ټیم حکومت اعلان کړی دی.

د سولې ځینې فعالان وايي چې باید په دې لست کې د سولې نور متخصصین هم باید شامل کړای شوی وای.

د افغانستان د سولې د مطالعاتو د مرکز مشر خلیل الله صافی وايي "دا لست تر ډیره سیاسي لست دی، د سیاسي احزابو او حکومت استازي پکې شامل دي. "

د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي د تعین په اړه اکثره سیاسیونو څه ندي ویلي، خو یو شمېر ځوانان چې په پلاوي کې د ځوانانو سم استازیتوب ندی شوی.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان سولې مذاکراتي ټیم ته غبرګونونه

یو فعال ځوان ذبیح الله عزیزي وايي "هغه ځوانان چې واقعآ د سولې لپاره موثر دي، په دې لست کې نشته، هغه ځوانان چې د رهبرانو مشران دي په لست کې شامل کړای شوي دي. "

د افغانستان د اسلامي جمهوریت یوویشت کسیز مرکچي پلاوی وړمه شپه اعلان شو، د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی یې مشري کوي.

یو شمیر حکومتي چارواکي، د سیاسي حزبونو استازي، پنځه میرمنې او د عطاء نور او جنرال دوستم زامن هم پکې برخه لري.