د ملي مصالحې عالي شورا وايي، نن به د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیئت له طالبانو سره اساسي بحثونه پیل کړي.
د یادې شورا ویاند فریدون خوځون نن شنبه جنورۍ ۹(مرغومې ۲۰) ویلي چې د حکومت مذاکراتي پلاوی به د وضعیت په درکولو سره په یوه غږ سره مخته لاړ شي.
هغه زیاته کړې:"نن به د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیئت له طالبانو سره اساسي بحثونه پیل کړي. د افغانستان وضعیت، سولې ته د خلکو شدیده اړتیا او زموږ په اوږ له بار جنازو د دې هیئت هر غړی ښه درک لري او د دې درک په درلودلو سره په واحد غږ او صف مخ ته ځي. دعا وکړئ چې خدای دې بریالي لري."
نن به د 🇦🇫 اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیئت له طالبانو سره اساسي بحثونه پیل کړي.د افغانستان وضعیت، سولې ته د خلکو شدیده اړتیا او زموږ په اوږ له بار جنازو د دې هیئت هر غړی ښه درک لري او د دې درک په درلودلو سره په واحد غږ او صف مخ ته ځي.دعا وکړئ چې خدای دې بریالي لري. pic.twitter.com/ErncVWuJYi
— Faraidoon Khwazoon (@Khwazoon) January 9, 2021
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د تیري چهارشنبې په ورځ له طالب استازو سره د دوهم پړاو مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ.
تیره اونۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تمه وښودل چې دواړه لوري په یادو مذاکراتو کې یوې نتیجې ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړې چې هغوی[د افغانستان اسلامي جمهویت پلاوي] د افغان حکومت له رهبرۍ، د ملي مصالحې عالي شورا، ولسي جرګې او ټولنې له نورو غړو سره سلا مشورې کړي دي.
پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دوهم پړاو مذاکراتو بریالي کېدو لپاره یې هڅې زیاتې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند ګران هیواد نن شنبه ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یادو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره د سیمې او نړۍ د ملاتړ جلبولو لپاره تماسونه زیات کړي او د شيږو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې خبرې کړي دي.
د سولې د مذاکراتو د دوم پړاو د بریا او یوې دوامداره او باعزته سولې ته د رسیدلو په موخه د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال کمپاین او دیپلوماتیک دیالوګ په اړه د بهرنیو چارو وزارت خبري ویدیو کلیپ.@MHaneefAtmar @Granhewad pic.twitter.com/RUHAwCMCNs
— Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan 🇦🇫 (@mfa_afghanistan) January 9, 2021
داسې ویل کیږي چې د دوهم پړاو مذاکراتو د اجنډا یوه لویه برخه به په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو په اړه وي.
د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه اونۍ په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي و چې له رامنځته شوي فرصت نه باید د جګړې پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لپاره زیاته ګټه واخیستل شي.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ بللی او پر کمولو یې ټينګار کړی و.