افغان پیلوټان: افغانستان ته مو  مه استوئ،‌ طالبان مو وژني‌ 

یو شمېر افغان پیلوټان په ازبکستان کې دي

هغه افغان پیلوټان چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې یې د طالبانو لاس ته د مزارشریف له لوېدلو وروسته ازبکستان ته پناه وړې د بې سرنوشتۍ په حالت کې ژوند کوي.

هغوی ویریږي که د ازبک چارواکو له خوا افغانستان ته واړول شي نو طالبان به یې ووژني. دوی ته دغه ویره وروسته له هغه زیاته شوه چې د دوی د اوسېدو د کمپ یوه ازبک ساتونکي ورته وویل "تاسو د تل لپاره دلته نه شی پاتې کېدلی."

په دغه کمپ کې میشت یو پیلوټ چې غواړي نوم یې پټ وساتل شي وايي "زه سل په سلو دایقین لرم چې هغوی (طالبان) به مې ووژني.”

هغه چې له رویټرز سره د تیلیفون له لارې خبرې کولې وویل په دې کمپ موجود افغانان هڅه کوي چې خپل ځان له خلکو پټ وساتي هغه وايي د یوه زنداني په شان احساس کوي. په کمپ کې یې په حرکت باندې محدودیتونه لګول شویدي، ډیر وخت دباندې له لمر لاندې تیروي، کافي خواړه او درمل نشته او یو شمیر کسانو وزن بایللی.

هغه زیاتوي په دې کمپ شاوخوا ۴۶۵ کسه افغانان اوسېږي او "مونږ د بندیانو په شان یو او هیڅ ازادي نه لرو."

د طالبانو فشار

دغه کمپ ښايي ولسمشر جوبایډن ته چې له کابل څخه د تخلیې د عملیاتو د ضعیفې پلان جوړونې له امله ترنیوکو لاندې دی په یوه بل سرخوږي بدل شي. یوشمیر برحاله او پخوانیو امریکايي چارواکو له ازبکستان څخه د افغان پیلوټانو او د هغوی له خوا د وړل شویو الوتکو د تخلیې دناکامۍ له امله د امریکا په حکومت نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې طالبان به په ازبک چارواکو فشار راوړي چې دغه پیلوټان وروسپاري.

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل متحده ایالات په دې موضوع باندې له ازبکستان سره همغږي لري او ټینګار یې وکړ چې پیلوټان او الوتکې یې خوندي دي.

هغه د افغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې افغانانو ته اجازه ورکړي چې د دوی هیوادونو ته ورشي او هغو هیوادونو ته د مهاجرو د بیرته ستنولو په برخه کې نړیوال قوانین رعایت کړي چې ستانه کړل شوي مهاجر په کې تر پلټنو لاندې نیول کیږي.

رویټرز څو ځلې د ازبکستان له چارواکو څخه په دې هکله معلومات وغوښتل خو هغوی ځواب ورنه کړ.