فضل حق: هېڅ باور مې نه کېده چې آی پي ال کې به واخیستل شم 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی فضل حق فاروقي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان تېز توپ‌ اچوونکي فضل حق فاروقي امریکا غږ ته د هغو شېبو حال بیان کړ چې دی په کې د هند د کرکټ لوی تجارتي لیګ (آی پي ال) ته واخیستل شو.

فضل حق فاروقي همدا څو اونۍ مخکې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه وکړه او د ډېرو نورو افغان لوبغاړو په څېر ډېرې نړیوالې لوبې یې هم نه دي کړي.

نوموړي امریکا غږ ته په یوې ځانګړې کې وویل چې «ویده وم، خبر نه وم، د خلکو پیغامونو راوېښ کړم چې آی پي ال ته اخیستل شوی یم». هغه وویل چې فکر یې کاوه خوب ویني. سنرایزر حیدر اباد لوبډله فضل حق فاروقي ته ۵۰۰زره هندي روپۍ د لوبو حق الزحمه ورکوي.

د هند د لوی تجارتي لیګ د لوبغاړو بولي (اوکشن) څو ورځې مخکې وشوه چې له افغانستان څخه څلورو لوبغاړي فضل حق فاروقي،‌ نور احمد لکڼوال، محمد نبي او راشد خان واخیستل شول.

له ښاغلي فاروقي سره پوره مرکه دلته وګورئ او واورئ.