غني: طالبان نه پرېږدو چې افغانستان د ترهګرو د پټیدو په ځای بدل کړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسله وال طالبان د نورو ترهګرو ډلو لکه القاعده، جیش محمد او لشکر طیبه سره ژورې اړیکې لري او غواړي افغانستان د ترهګرو د پټیدو په خوندي ځای بدل کاندي.

ښاغلي غني ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه او عام خلک به هیڅکله طالبان دغه کار ته اجازه ورنکړي.

ولسمشر غني نن چهارشنبه جولای۲۱ (چنګاښ۳۰) کابل کې د کومانډو ځانګړو عملیاتونو قول اردو ته تللی او هلته یې سرتېرو ته ویلي "هر ډول ملاتړ ته چې اړتیا وي درته برابریږي. زموږ د ارادې سرچینه د افغانستان د خپلواکي، برابري او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه ده."

ولسمشر غني د افغانستان اوبو او موقعیت هم په خپلو څرګندونو کې یاد کړي دي.

هغه ویلي "زموږ اوبه او ستراتیژیک موقعیت زموږ خپل شوی، نو ځکه د افغانستان پر دښمنانو اور بل دی او غچ یې زموږ نه په جګړې اخلي."

ښاغلي غني ویلي چې د حکومت لومړیتوب دا دی چې له درې نه تر شپږو راتلونکو میاشتو پورې وضعیت کنټرول کړي. د هغه به وینا په نیږدې راتلونکې کې به افغانستان کې وضعیت بدل شي.

ولسمشر غني دا هم ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې ټینګښت لپاره اراده لري خو‌ په عین حال کې دښمن ته نه تسلیمیږي.