ټاکنیزو کمپاینونو کې دې له دولتي امکاناتو ګټه نه اخیستل کېږي ـ څار بنسټونه

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه د کاندیدانو او د هغوی د ټاکنیزو ټیمونو لخوا تر وخت مخکې ټاکنیزو کمپاینونو باندې اندېښنه ښيي او د ټاکنو له کمېسیون څخه یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پرون ناوخته پای ته ورسېد او د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس په ګډون ۱۸ تنو ورته نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان د رڼو ټاکنو یا ټیفا بنسټ ادعا کوي چې د نوم لیکنې د بهیر په پای ته رسېدو سره په غیر مستقیم ډول ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي او وايي، که مخه ونه نیول شي راتلونکې ټاکنې به له لویو ستونزو سره مخ شي.

د ټیفا رئیس نعیم ایوب زاده د دوشنبې په ورځ د «سلواغۍ پر لومړۍ» له امریکا غږ سره خبرو کې له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه وغوښتل چې له وخت مخکې ټاکنیزو کمپاینونو او په هغه کې له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې مخه ونیسي.

پر همدې مهال د افغانستان د عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي مشر یو سف رشید هم وايي چې هېڅ یو کاندید تر وخت مخکې ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي‌ امکاناتو څخه د استفادې حق نه‌لري.

یوسف رشید

هغه وویل:" موږ له ولسمشر غني‌ او اجرائیه رئیس عبدالله څخه غواړو کله چې پر واک نور پاتې کېږي باید له خپلو صلاحیتونو او دولتي‌ امکاناتو څخه د ټاکنیزو کمپاینونو په هدف استفاده ونه کړي."

دا اندېښنې پر داسې مهال راپورته کېږي چې تېره ورځ د افغانستان ملي تلوېزیون د نورو ورځو خلاف له ټاکنو کمېسیون څخه د ولسمشر غني په ګډون د عبدالله عبدالله د نوم لیکنې بهیر په ژوندۍ بڼه خپروی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو د ملي ټلوېزیون لخوا د غني او عبدالله د نوم لیکنې بهیر په ژوندۍ بڼه خپرول له دولتي امکاناتو څخه د حکومتي مشرانو د غیر قانوني استفادې یو نمونه بللې.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو یا نی ادارې مشر مجیب خلوتګر له حکومتي مشرانو غواړي چې له دغه کار څخه نور ډډه وکړي.

مجیب خلوتګر

خلوتګر زیاته کړه:"له ولسمشر او اجرائیه رئیس څخه زموږ غوښتنه داده چې د خپلو ټیمونو غړو ته تر غوږ ورتېره کړي چې له دولتي امکاناتو څخه کار وانه خلي."

پر همدې مهال د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو غواړي چې له وخت مخکې ټاکنیزو کمپاینونو څخه ډډه وکړي او وايي، که چیري د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي کمېسیون به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د ټاکنو کمېسیون یوې کمېشنرې ملیحه حسن امریکا غږ ته وویل چې د دوی څېړنې ښيي" یو شمېر هغه کاندیدان چې د حکومت د رهبرۍ په راس کې هم دي سرغړونې کړي‌ دي چې دغه کار د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اندېښنې راپورته کړي دي."

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د چنګاش میاشتې پر ۲۹مه نېټه تر سره شي.