د لاس رسي وړ اتصالات

صالح د کورنیو چارو وزارت نه استعفا وکړه


امرالله صالح
امرالله صالح

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح، د خپل مقام نه اسعفا وکړه.

منابعو د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې ښاغلي صالح د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني د انتخاباتي ټیم سره د پیوستون د تصمیم په وجه استعفا کړې ده.

د افغانستان په جمهوري ریاست کې یوې منبع د رویترز اژانس ته وویل "هغه (امرالله صالح) د خپلې دندې نه استعفا کړې او ټاکل شوې چې د جمهور رئیس غني د انتخاباتي ټیم سره یوځای شي."

د یکشنبې په ورځ ښاغلي غني ته نژدې منابعو رسنیو ته وویل ټاکل شوې چې ښاغلی صالح د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني د لومړي مرستیال په توگه معرفي شي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې ښاغلی صالح د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توگه وټاکل شو.

امرالله صالح تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د شااوخوا یوولسو کلونو لپاره د ملي امنیت عمومي رئیس و.

ښاغلی صالح په ۱۳۹۶ کال کې د ملي‌ یووالي په حکومت کې په لوړپوړو پوځي ګمارونو کې د دولت وزیر وټاکل شو چې تر څه مودې وروسته یې استعفا وکړه.

XS
SM
MD
LG