په برېتانیا کې د افغان کډوالو د بې کارۍ او بې کورۍ ستونزې

بریتانیا کې افغان کډوال

پداسې حال کې چې په برېتانیا کې اکثر افغان کډوال په هوټلونو کې د یوې مودې اوسیدو وروسته اوس د برېتانیا په بېلابېلو برخو کې میشت شوي دي، خو ډېر نور یې له هوټلونو څخه تر اېستلو پس نه هم کورونه لري او نه هم کارونه.

په لندن کې د پيوند خیریه ټولنه چې له افغان کډوالو سره د کار، کور، زده کړو او د صحت په ګډون په ګڼو نورو برخو کې مرسته کوي، وايي چې برېتاینا ته د «اې سي ار اېس سکیم» لاندې راغلي کډوال تر ډېره له بې کارۍ سرټکوي.

د دې ټولنې یو چارواکي محمد اقبال له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، «د دوی عمده ستونزې دلته په لندن او یا ددې هېواد په لویو ښارونو کې د کورونو موندنه ده، دویم دا چې دوی کارونه نه لري، د ویزو پروسس یې هم ډېر ورو دی، په هوټلونو کې میشت کډوالو ته هره ورځ یو ډول خواړه ورکول کېږي چې له دې سره هم دوی بلد نه دي. د ژبو مشکلات یې ډېر دي او په دې وجه یو شمیر یې د رواني ناروغیو سره مخ شوي دي.»

محمد اقبال زیاتوي چې په هوټلونو کې له خپلو ماشومانو سره په تنګو کوټو کې یې ژوند له سټریا ډک دی.

بلخوا د برېتانیا حکومت په هوټلونو کې میشت ټولو افغان کډوالو ته ویلي چې تر راتلونکې کریسمس وړاندې دې ځان ته کورونه ولټوي، او که نه اېستل کېږي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې له افغانستان څخه برېتانیا ته راکډه شوي عدنان شینواری چې په خپل وطن کې د نړیوال بانک پخوانی کارمند وو، وايي، نه کور لري، نه کار: «یوه میاشت کېږي چې له هوټل څخه یې اېستلي یو. اوس مې له ملګرو سره اړولې ده، کور خو بېخي نه پیدا کېږي، خکه چې ډېرې ګرانې کرایې دي او تر دې هم غټه ستونزه دا چې کار نه لرم. ځینې نور کسان چې په هوټل کې راسره اوسېدل، هغوی هم بې کوره او بې کاره دي.»

عدنان شینواری زیاتوي چې ښاروالۍ ته یې بیا بیا غریضه کړې چې کور ورته ومومي خو لا یې هم هېڅ نتیجه نده ورکړې.

افغان ژباړونکي دوه کاله پس د پناه اخیستنې قضیه وګټله

د برېتانیا حکومت په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د جمهوریت تر پرزېدو وروسته څه نا څه ۲۴۶۰۰ هغه افغان کډوال دې هېواد ته انتقال کړي، چې د دوی له ځواکونو سره د ژباړونکي یا هم په بریټیش کونسل کې یې دندې ترسره کولې خو په دوی کې ځینې داسې هم ول چې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. په دوی کې د ځینو قانوني دعواوې روانې دي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو یوه پخواني ژباړونکي له دوو کالو قانوني هلو ځلو وروسته په برېتانیا کې له خپلې کورنۍ سره یوځای د اوسېدو اجازه ترلاسه کړه.

د برېتانیا د ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د احمد په نامه دغه افغان ژباړونکي له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د حکومت سره په قانوني دعوا بوخت و.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وړاندې احمد په هېلمند ولایت کې له برېتانوي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کوله. په ۲۰۲۰ کال کې دی د هغه نوم د هغو کسانو په نوملړ کې شامل شوی و چې برېتانیا ته به لېږدول کېږي، خو وروسته بیا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت انکار ورته وکړ او کله چې په ۲۰۲۱ کال له افغانستان څخه د برېتانیا په ګډون نړیوال اېتلافي ځواکونه ووتل، احمد بې سرنوښته پاتې شو.

د ګار‌ډين ورځپاڼې لیکلي چې د برېتانیا حکومت اوس هغه شرط بیرته اخیستی چې د اې سي ار اېس (افغان تابعیت لرونکو بیامیشتولو سکیم) په بنسټ باید دې هیواد ته راتلونکو افغانانو په بریتانیا کې د میشت کیدو لپاره ځای درلړدلی. اوس ددې خنډ په لرې کیدو سره د ورځپاڼې په وینا ګڼ شمیر نورې کورنۍ چې برېتاینا ته د تلو په انتظار وې، هم کولای شي دې هیواد ته لاړې شي.

دا پداسې حال کې دي چې په پاکستان او ایران کې د میاشتو میاشتو راهیسې په سلګونه کورنۍ چې برېتانیا ته انتقالېږي، ایسارې پاتې دي، حتی یو شمیر یې د کلونو راهیسې انتظار باسي.

د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه د پاکستان حکومت د هغه اعلان پس چې ناقانونه کډوال دې د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې له دې هېواده ووزي، د بریتانیا حکومت اسلام اباد ته چارټر الوتکې ولېږلې او د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه یې ۱۳۲ کډوال برېتانیا ته انتقال کړل چې دا لړۍ لا هم دوام لري.

دا مهال د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په سلګونه افغان کډوال چې د برېتانیا هېواد یې د اې سي ار اېس (افغان تابعیت لرونکو بیامیشتولو سکیم) په اساس انتقالوي، لاهم د دې ښار په هوټلونو او کورونو کې د تلو په انتظار شپې سبا کوي.