د لاس رسي وړ اتصالات

برېتانیا: هوټلونو کې میشت افغان کډوال 'بې کوره کېدای شي'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د برېتانیا د کورنیو چارور وزارت د تازه ټاکلې وروستۍ نېټې څخه به په هوټلونو کې میشت تر یو ۱۰۰۰ زیات افغانان تر راتلونکې کرسمس وړاندې بې کوره شي.

تېره اونۍ د برېتانیا حکومت کډوالو ته د ډسمبر میاشتې ۱۵مه وروستۍ نېټه ټاکلې چې له هوټلونو دې ووزي.

د ګارډين ورځپاڼې د یو خبر له مخې چې په یکشنبه یې خپور کړی، د ښاروالیو اتحادیې مشرانو د کډوالو چارو له وزیر رابرټ جېنریک څخه د افغانانو لپاره د کورونو په برخه کې د لا نورو مرستو غوښتنه کړې.

دغه کډوال، چې اوس له ممکنه بې کورۍ سره مخامخېدونکي دي، په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته بریتانیا ته راکډه شوې دي.

د برېتانیا د ښاروالیو اتحادیه وايي، چې په دغه کډوالو کې ځینې ناروغان دي او له بې کوره کېدو سره یې کړاونه نور زیاتېدای شي.

دا پداسې حال کې دي چې د روان کال په اګست میاشت کې هم د برېتانیا کورنیو چارو وزارت په هوټلونو کې میشت افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی و چې په دوی کې ډېر یې له هوټلونو څخه کورونو ته ووتل. خو لوی شمېر یې لاهم په هوټلونو کې پاتې دي.

له امریکا غږ سره د نوم نه ښودو په شرط د لندن په څنډو کې په یو هوټل کې میشت افغان کډوال وویل: "خلک له هوټلونو ځکه نه وزي، دغه کډوال په لندن کې کورونه غواړي، ځکه چې هغوی دلته کارونه کوي، او حکومت دوی لیرې سیمو ته استوي، خو هلته کډوال تلل نه غواړي".

د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې برېتانیا ته راوړل شويو کډوالو کې یې ځینې په لندن کې ټکسي چلوي، ځینې یې د ګاډو ترمیمولو او مینځلو ځایونو کې کار کوي.

له پاکستان څخه تازه راغلیو افغان کډوالو هم کړکیچ لاپسې زیات کړی دی، داسې ښکاري چې هغوی به د دفاع وزارت په مخکینیو ودانیو کې ځای پر ځای کړل شي، ځینې نور به یې په هوټلونو کې ځای پرځای کېږي خو دا په داسې حال کې ده چې حکومت له هوټلونو پناه غوښتونکي باسي.

د افغان کډوالو لومړۍ الوتکه د تېرې جمعې پر ورځ له پاکستان څخه برېتانیا ته راغله. په دوی کې ۳۲۰۰ لاهم د برېتانیا ویزې ته په انتظار دي، دغه افغانانو چې لاهم په پاکستان کې دي د برېتانیا له حکومت او پوځ سره کارونه کول.

په ۲۰۲۱ کال د کابل تر سقوط وروسته د برېتانیا حکومت تر اوسه ۲۴۶۰۰ افغانان خپل هېواد ته راوړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG