د نجونو په زده کړو د بندیز په اړه د افغان دیني عالمانو انتقاد؛ طالبان: بغاوت مکوئ

نوی تعلمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم اجازه ورنکړل شوه

په افغانستان کې دیني عالمانو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) په داسې حال کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز وغانده چې د طالبانو یو مهم وزیر دیني عالمانو ته خبرداری ورکړ چې ددې جنجالي موضوع په اړه دې د حکومت پر ضد بغاوت ونه کړي.

دوو دیني عالمانو چې په افغانستان کې مشهور دي د شنبې په ورځ وویل چې مقامات باید په خپله پریکړه له سره غور وکړي. پداسې حال کې چې د طالبانو له تګلارو سره عام مخالفت ډیر بیساری دی، خو بیا هم د طالبانو ځینو مشرانو د تصمیم نیولو له بهیر سره مخالفت څرګند کړی دی.

یو دیني عالم عبدالرحمن عابد وویل، بنسټونو او موسسو ته باید اجازه ورکړل شي چې نجونې او ښځې په جلا جلا ټولګیو کې داخلې کړي، ښځینه ښوونکي وګماري، متفاوت مهالویش جوړ کړي او حتی نوي تسهیلات او امکانات جوړ کړي.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه شي تلای او پر هغوی د زده کړو بندیز تر پوهنتونونو پورې غځول شوی دی. ښځې د پارکونو په ګډون عامه ځایونو او په ډیرو ادارو کې د کار کولو څخه منع دي.

تېره اوونۍ افغان مېرمنې په ملګرو ملتونو کې له کار کولو څخه منع شوې، خو د ملګرو ملتونو په وینا، که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه عامه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د طالبانو مقامات وايي د نجونو په زده کړو بندیز موقتي دی، خو د مارچ په میاشت کې د ښځینه زده کونکو پرته پوهنتونونه بیرته پرانستل شول او همدغه راز د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي لا هم تړلي.

بندیزونو سخت نړیوال غبرګونونه راپورته کړي او دا هیواد پداسې حال کې منزوي کوي چې اقتصاد یې سقوط کړی او یو بشري کړکیچ یې نور هم شدید کړی دی.

عبدالرحمن عابد، اسوشیتډ پریس اژانس ته وویل، پوهه په اسلام کې په نارینه او ښځو فرض ده، او اسلام ښځو ته اجازه ورکوي چې زده کړې وکړي.

ښاغلي عابد وويل: "زما لور له ښوونځي څخه غير حاضره ده، زه شرمېږم، زه خپلې لور ته هيڅ ځواب نه لرم." هغه زیاته کړه چې، "لور مې پوښتنه کوي چې ولې په اسلامي نظام کې نجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکول کېږي؟ زه د هغې لپاره هیڅ ځواب نه لرم."

هغه وویل چې اصلاحاتو ته اړتیا ده او خبرداری یې ورکړ چې هر ډول ځنډ د نړیوالې اسلامي ټولنې په زیان دی او دا کار حکومت هم کمزوری کوي.

یو بل عالم، چې د طالبانو د ډلې غړی دی، اسوشیتډ پرس ته وویل، وزارتونو ته لا هم وخت شته چې د نجونو د زده کړو ستونزه حل کړي. توریالی همت د هغه وزارتونو یادونه وکړه چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په داخلی حلقه کې شامل دي.

ښاغلی همت وایي، دا د هغه [هبت الله اخندزاده] په امر و چې حکومت نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړې. همت وویل، انتقادونه دوه ډوله دي، یو هغه چې نظام ړنګوي او بل هغه چې اصلاح رامنځته کوي.

همت وویل، "اسلام نارینه او ښځینه دواړو ته د زده کړې اجازه ورکړې، خو حجاب او نصاب باید په پام کې ونیول شي." هغه زیاته کړه، "اصلاحي انتقاد باید وشي او اسلامي امارت باید په دې اړه فکر وکړي. چیرته چې انتقاد نه وي، هلته د فساد امکان شته. زما شخصي نظر دا دی چې نجونې باید تر پوهنتون پورې زده کړې وکړي."

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ وویل، دیني عالمان باید د حکومت د تګلارې خلاف خبرې ونه کړي.

ندا محمد ندیم دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې يو بل عالم عبدالسميع الغزنوي په يوه ديني مدرسه کې زده کوونکو ته وويل، چې د نجونو د زده کړې پر سر هېڅ شخړه نشته. هغه وويل، اسلامي احکام څرګند دي چې د نجونو زده کړه د منلو وړ دي. خو اژانس د طالبانو ددې وزیر په څرګندونو باندې د تبصرې لپاره الغزنوي سره اړیکه ونشوای نیولی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په یوه ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د الغزنوي د نوم له یادولو پرته "یو محترم عالم" ته په خطاب کې په هغه لفظي برید کړی او ویلي یې دي چې "تاسو خلک بغاوت ته هڅوئ، نو پایله یې څه ده؟" ندیم وویل. "نتیجه دا ده چې د دې (بندیز) په وړاندې بغاوت ته اجازه ده. که خلک د نظام پر ضد بغاوت ته وهڅول شي، ایا دا به مسلمانانو ته ګټه ورسوي؟"

اسوشیتډ پرس وایي د طالبانو دغه وزیر ته سمدستي د تبصرې لپاره لاسرسی نه و. خو د هغه وياند حافظ ضياء الله هاشمي د ندیم څرګندونې تائید کړې پرته له دې چې نور جزئيات ورکړي، چې دا څرګندونې چا ته متوجه وې او یا هم لامل یې څه و.