فعالانو امریکا ته د افغانانو د انتقال د پروازونو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې قطر او ځینو نورو هېوادونو ته د هغو افغانانو، چې د مهاجرت د ځانګړې ویزې (SIV) په شرایطو برابر دي، د انتقال پروازونه ځنډول شوي او معلومه نه ده چې کله به بیا پیلېږي، خو فعالان غواړي چې دا پروازونه دې ژر تر ژر بیا پیل شي.

په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې چې طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شوي، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا مېشتولو د چارو تنظیموونکې څانګې، په شرایطو برابر افغانان د ویزو د ترلاسه کولو لپاره نورو هېوادونو ته انتقال کړي‌ دي.

د متحدو ایالتونو پوځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د ستونزمن انتقال د بهیر په ترڅ کې لسګونه زره خلک په پوځي الوتکو کې واېستل. وروسته بیا په ځانګړو کرایه شویو تجارتي الوتکو کې د کابل له هوايي ډګر څخه په شرایطو د برابرو افغانانو انتقال پيل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ومنله چې دا پروازونه د «جون میاشتې له نیمایي راپدیخوا» ځنډول شوې، خو هیله یې وښوده چې ژر به بیا پیل شي. هغه د دغې مسئلې حساسیت ته په کتو په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

د افغانانو د مېشتولو د چارو ځينې امریکایي مقاماتو له کابل څخه د پروازونو په اړه بل ډول معلومات ورکړي. یو مقام‌ چې نغواړي نوم یې واخیستل شي‌ امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله دا پروازونه ځنډولي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دا ډول پروازونو باندې د محدودیت لګولو په اړه معلومات نلري.

یوې بلې سرچېنې، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې متحدو ایالتونو دا پروازونه ځنډولي دي. د دغه مقام په وینا طالبانو له ځانګړو کرایه شویو الوتکو څخه ګټه پورته کوله، چې دا په طالبانو باندې د اقتصادي بندیزونو ماتول وو.

د پروازونو د بیا پیلولو غوښتنه

امریکا په افغانستان کې هېڅ ډول دپلوماتیک حضور نلري او له طالب مقاماتو سره یې هم تعامل کم دی، خو فعالان وايي اوس د دې وخت نه دی چې له افغانستان څخه په شرایطو د برابرو افغانانو د انتقال پروازونه بند شي.

د افغانانو د «اېستلو ایتلاف» مشر شان واندیفر وویل: «د متحدینو په اړه د مکلفیتونو د پوره کولو لپاره د متحدو ایالتونو هر ډول اقدام باید ونه درول شي.»

د افغانانو د «اېستلو ایتلاف» یو بنسټ دی چې تر چتر لاندې یې د هغو افغانانو، چې له متحدو ایالتونو سره یې کار کړی، ملاتړ سازمانونه او افراد کار کوي.

د امریکا د پوځ د پخوانیو غړو د یو بل ایتلاف مشر کریس پوردي د بشري د حقونو څخه د دفاع په اړه وویل: «د هغو کسانو په اړه [چې افغانستان کې] پاتې دي، مکلفیت لرو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ارقامو په اساس، څه باندې ۱۵۲زره افغانانو، چې په افغانستان کې یې له مېشتو بهرنیو ځواکونو سره کار کړی و، د امریکا د مهاجرت د ځانګړې ویزې ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي. د شمېرو له مخې دا مهال ۱۷۰۰۰ ویزې [فامیلې ویزې] پاتې دي.

یو شمېر امریکايي قانون جوړوونکو وړاندیز کړی چې تر ۲۰۲۹کال پورې دې افغانانو ته د مهاجرت ۲۰زره ځانګړې ویزې په پام کې ونیول شي.

د بشري حقونو ملاتړې ادارې طالبان تورنوي چې د مخکني حکومت غړي او هغه کسان چې بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، په نښه کوي. خو طالبان دا تورونه نه مني او وايي چې «عمومي بخښنه» یې اعلان کړې ده.

پوردي امریکا غږ ته وویل: «زه په طالبانو باور نلرم. یو کس چې په دوو کلونو کې له طالبانو څخه ځان پټ ساتلی، په دې مانا نه ده چې هغه به خپل ډول ژوند په ډار کې تېروي.»

منتقدان وايي‌ چې په شرایطو د برابرو او اسیب پذیره افغانانو د انتقال بهیر په اغیزناک او کافي ډول مخې ته نه وړل کېږي.

د مهاجرینو سره د مرستې د نړیوالې ادارې یو مشاور ادم بیتس وویل: «له شاوخوا دوو کالونو راهېسې متحدو ایالتونو ونشو کولای چې له خطر سره مخامخ افغانان په چټکۍ او مناسب ډول راوباسي.»

د مهاجرینو سره د مرستې د نړیوالې پروژې په محکمې کې د امریکا د حکومت په ضد دعوه ثبت کړې ده او د امریکا حکومت یې تورن کړی چې زرګونه افغانان او عراقیان یې چې د مهاجرت د ځانګړې ویزې مستحق دي، په خپلو هېوادونو کې پرېښي دي.

ادم بیتس وویل: «د خپلو متحدینو د پرېښودو په ځای، امریکا باید سرچېنې زیاتې او هڅې ګړندۍ کړي چې له خطر سره مخامخو افغانانو ته د وتلو یوه ممکنه لار پیدا شي.»

امریکایي مقامات وايي، چې امریکا ته د مستحقو افغانانو د اېستلو لپاره یې هر ډول هڅه کړې ده. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د بیا مېشتولو په پروګرام کې ډېر عوامل دخېل دي چې د چارو سرعت اغیزمنوي او ځینې دا عوامل د متحدو ایالتونو د حکومت له کنترول څخه بهر دي.»