افغانستان ته ستانه شوي کډوال تر پاکستان مېشتو زیاتې ستونزې لري ـ راپور

د نړیوال بانک او کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له‌مخې د ۲۰۱۴ نه بیا تر ۲۰۱۷ کال پوري افغانستان ته راستانه شوي کډوال نسبت هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې اوسېږي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

نن شنبه د «چنګاښ پر ۲۳مه»د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې اقتصادي ستونزې بېکاري، د ښوونیزو او روغتیايي فرصتونو نشتوالی د راستنو شوو افغان کډوالو د لویو ستونزو په توګه یاد شوي دي.

د راپور له‌مخې افغانستان ته د راستنو شوو کډوالو یوه پر دریمه برخه د خپلو اصلي ولایتونو پر ځای په کابل او ننګرهار کې ځای پر ځای شوي چې نسبت هغو کډوالو ته چې پخپلو ولایتونو کې مېشت دي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د راپور چمتوو کوونکو افغانستان ته د راستنوو شوو کډوالو ستونزو ته د ژر تر ژره رسیدګۍ غوښتنه کړې ده.

"هغه سختو شرایطو ته په کتو سره چې افغان کډوال ورسره مخ دي؛ اړینه ده چې د دوی ستونزو ته د رسېددنې په موخه یو لړ بیړني او هراړخیزه ګامونه د اړوندو ادارو له خوا طرحه او عملي شي."

دا راپور پر داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر کارولین وان بورین د معلوماتو له‌مخې۲۰۱۹ کال له خپل هېواد څخه د افغانانو د اجباري کډوالۍ د پېل له څلویښتمې کلیزې سره سمون خوري.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت هم د کډوالو د شمېر زیاتوالي ته په کتو ستونزې مني خو وايي، کډوالو ته د کار او ځای پیدا کولو په هدف له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو سره پر دوو برنامو کار کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر،امریکا غږ ته وویل چې یاد وزارت د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې هېواد ته راستنوو شوو یولک او ۲۰ زره کډوالو لپاره لنډمهاله کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغه وویل:"بیا هم ستونزې شته، په دې معنا چې د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیات دی، موږ یوازې په تېرو څلورو کلونو کې یولک او شل زره کډوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده، چې دغه کاري زمینه موقته وه، چې تر یوې لنډې مودې وروسته هغوی بېرته بېکاره شوي او ستونزې نه دي حل شوي."

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر دا مهاله ۲لکه ۳۷زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي چې یوه زیاته برخه چې ۲ لکه او ۲۴زره تنه یې یوازې له ایران څخه راستانه شوي دي.