آریانا سعید: د ښځینه هنرمندانو پر اخلاقو ټینگار کوي

میرمن سعید وایي ښځې تر اوسه نه دي توانیدلي چې په ټولنه کې خپل اصلي مقام ترلاسه کړي.

افغان هنرمنده آریانا سعید وایي د شپې مجلسونه او شخصي محفلونو ته د یو شمیر افغان ښځینه هنرمندانو تگ د دې سبب شوی چې ښځینه هنرمندانو او د هغوی هنر ته کم ارزښت ورکړل شي.

میرمن سعید، پرته له دې چې چا ته گوته ونیسي وایي "په دې پلمه چې اوس په افغانستان کې د ودې زمینه شته، نه ښایي چې هر څوک راشي، د هنرمند نوم پر ځان کیږي او سندرې ووایي."

آریانا سعید وویل " یو شمیر افغان نجونې چې له بهر څخه افغانستان ته تللي دي، ددې پر ځای چې خپله موسیقي او هنر پر مخ بیوزي، په شخصي کارونو بوخت دي؛ هر چیرته تللي، د شپې په محفلونو کې یې گډون کړی چې دا د دې سبب شوی تر څو خلک فکر وکړي چې ټولې ښځینه هنرمندانې همداسې دي."

میرمن سعید وایي په هیواد کې نا امنۍ ددې سبب شوي چې د خلکو نظر د ښځو د فعالیتونو په اړه لږ بدلون ومومي او هنرمندان په ځانگړې توگه ښځینه سندرغاړو ته اوس هم سپکاوی وشي.

افغان تکړه هنرمنده آریانا سعید

آریانا سعید چې د یو کنسرت لپاره د دوبۍ ښار ته تللې وه د امریکا د خبریال سره په مرکه کې په ترنم سره د خپلې یوې سندرې د تصنیف په اړه وویل چې باید د هغو کسانو په مقابل کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نه کار اخلي باید مقاومت او مبارزه وشي.

هغې وویل هغو کارونو ته په پاملرنې سره چې په څو تیرو کلونو کې یې تر سره شوي د ښځو په وړاندې د زور زیاتي کچه په افغانستان کې لا نه ده راټیټه شوې. میرمن سعید وایي ښځې تر اوسه نه دي توانیدلي چې په ټولنه کې خپل اصلي مقام ترلاسه کړي.

د آریانا سعید په وینا ښایي د افغان میرمنو په ژوندانه کې یو کوچنی ښوالی رامنځ ته شوی وي، خو د هغې په وینا په ټولنه کې حاکم عنعنات د دې سبب شوي چې ښځو ته د دویمې طبقې په سترگه وکتل شي. هغې وویل چې د افغان میرمنو وضیعت د تأسف وړ دی.