د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي خپل تخلص "افغان" کړ.
ښاغلي ستانکزي ایرلنډ ته تر سفر مخکې برېښنايي تذکره/پېژندپاڼه واخیسته. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې نوموړي دا کار "افغان" هویت ته د درناوي او دغه هویت د ساتلو لپاره کړی دی.
Afghanistan National Cricket Team captain Asghar Stanikzai has changed his name to Asghar Afghan in honour of protecting the national identity of Afghan citizens.The decision was made official when he registered for the new Electronic National Identity Cards (E-tazkira). pic.twitter.com/ZJLDJ9evSx
— Afghan Cricket Board (@ACBofficials) August 2, 2018
اصغر ستانکزی د کابل ولایت دی. هغه په خپل فیسبوک کې د خپل تخلص بدلولو خبر ورکړی دی او لیکلي یې دي "..... دا هم د یادولو وړ ده چې د یوه ملي لوبغاړي په توګه مې په خورا خوږه او ګلالۍ هیوادنۍ مینه خپل تخلص له "ستانکزي" څخه "افغان" ته واړاوه."
په افغانستان کې د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه یو لړ مخالفتونه شوي دي. هغوی چې د دغې لړۍ مخالفت کوي وايي چې باید په دغو تذکرو کې هویت د "افغان" په توګه ونه لیکل شي، خو د افغانستان په اساسي قانون کې د افغانستان ټول اتباع افغان بلل شوي دي.
اصغر "افغان" له څو کلونو راهېسې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان دی. د هغه یو بنګالي مینوال تسکین احمد څو کاله مخکې خپل تخلص په ستانکزي واړوه او علت یې له افغان کپټان سره خپله مینه وښوده.