د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کرکټ ماتې، د مینوالو خپګان او د بورډ بخښنه، ولې؟


افغانستان پر زمبابوې باندې په دوو منډو لوبه وبایلله
افغانستان پر زمبابوې باندې په دوو منډو لوبه وبایلله

افغانستان په کرکټ کې ډیرې ښې او بدې نتیجې ترلاسه کړي، خو له څو پرلپسې بریاو وروسته تازه ماتې یې مینوالو ته تر ټولو سخته تمامه شوه.

ښايي افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې بدې او ترخې ماتې تجربه کوي. افغانستان د ۲۰۱۹ کال د غوراوي په سیالیو کې درې پرله پسې لوبې پر سکاتلند، زمبابوې او هانګ کانګ وبایللې.

دا هغه لوبډلې دي چې په تېرو څو کلونو کې افغانستان څو-څو وارې ماتې کړې دي. افغانستان د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی خو هانګ کانګ او سکاتلند د دویمې درجې هېوادونه دي.​

راشد خان وايي د ماتو یو علت دا هم دی چې کپټان اصغر ستانکزی ناروغ شو
راشد خان وايي د ماتو یو علت دا هم دی چې کپټان اصغر ستانکزی ناروغ شو

​وايي د یوې لوبډلې بری ډېرې تېروتنې پټوي، خو برعکس ماتې یې بیا ډېرې ستونزې او مشکلات رابرسیره کوي. د افغانستان د ملي لوبډلې وروستیو ماتو هم د ځینو په باور په لوبډلې او مدیریت کې ځینې اساسي ستونزې رادبره کړې.

د بورډ پر فیسبوک زرګونو کسانو تبصرې کړې دي،ځینې یې دا دي:

د بورډ پر فیسبوک زرګونو کسانو تبصرې کړې دي،ځینې یې دا دي:

خالد بنازاده
تاسو د ۲۰ میلیونه وګړو په احساساتو لوبې وکړې، رښتینې اتلان مو وژړول او تر ټولو د درد خبره خو لا دا چې پنځه کاله مو کرکټ شاته پریښود
کفایت الله رحماني
تاسو د الله لحاظ وکړئ استعدادونه مو مه وژنئ
عبدالرحیم سالارزی
د خلکو د احساساتو سره مو ډیرې لوبې وکړې خپل وروڼه او وریرونه درته مهم دي
س. زلال
وخ وخ! څومره درد لري چې يوه اداره بښنه غواړي. دا حالت به نه و،که واسطه نه وه
محمد شریف ساپي
څه بخت ياري ونه کړه، يو څه زموږ تيروتنې وې، موږ ته دا کفايت کوي چې خپله تيروتنه ومنئ او بښنه وغواړئ
بصیر الحق عادل
موږ په خپلو لوبغاړو وياړو خو د ستونزې تر تشخيص وروسته بايد حللاره هم ورته پيدا شي او په اړه يې عملي کام پورته کړي

آی ډبلیو سعید

زه لوبغاړي ګرم نه بولم، بلکه عمده ستونزه ستاسو د مدیریت ده. لوبغاړي مو په لوی لاس په روحي رنځ اخته کړي.

د افغانستان له هرې ماتې وروسته، د کرکټ یو شمېر مینوالو د لوبغاړو پر غوراوي، ځينو مشخصو لوبغاړو په خرابې لوبې او کرکټ بورډ په رهبریت باندې کلک انتقادونه وکړل او ځینو لوبغاړو ته یې "سپکې سپورې" هم وویلي. ځینو خو يې آن د بورډ د مشرانو او غوراوي د کمېټې د مشرانو استعفاوې هم غواړي.

د ماتو علتونه څه وو؟

د افغانستان کرکټ بورډ د دغو ماتو له کبله بخښنه غوښتې او ویلي دي چې لوبغاړو ته یې ښه امکانات او زمینه برابره کړې وه چې له لوبو وروسته به د لوبډلې له مشرانو او لوبغاړو سره حساب او کتاب وکړي.

د افغانستان د کرکټ موقت کپټان راشد خان د پنجشنبې په ورځ( مارچ اتمه) پر هانګ له ماتې وروسته خبري کنفرانس کې وویل"تر لوبې مخکې مو کپټان ناروغ شو، بیا مو دوه پرلپسې لوبې وبایللې، بیا مو مهم لوبغاړی شهزاد له لوبو منع کړل شو، خلص دا چې هر څه د افغانستان د توقع خلاف ثابت شول."

د افغانستان د کرکټ بورډ د بخښنې رسمي اعلامیه
د افغانستان د کرکټ بورډ د بخښنې رسمي اعلامیه

امریکا غږ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له یو مخکني لوبغاړي او یو روزونکي سره د ماتو پر علتونو خبرې وکړې.

د ځینو ملحوظاتو له کبله دوی ونغوښتل چې په راپور کې یې نومونه خپاره شي، خو د ماتو پر تخنيکي اړخونه وغږېدل.

د ملي لوبډلې یو مخکنی لوبغاړی د افغانستان د ماتې اصلي علتونه د کپټان اصغر ستانکزي نه موجودیت، په حساسو او مهمو لوبو کې نوي کپټان ته د لوبډلې مشري ورسپارل، د لوبډلې د سر مهم منډه جوړونکو- ټاپ ارډر- ښه نه ځلېدل او یا بې مسولیته لوبه کول، د یو داسې لوبغاړي نشتوالی چې لوبه تر بري پورې ورسوي او د زمبابوې له حالاتو سره د افغان لوبډلې نه بلدتیا ګڼي.​

دی وايي "که څوک مني یا نه، خو اصغر په خپله که ښه لوبه نه کوله، د لوبډلې مدیریت یې ښه کاوه او د راشد له مشرۍ سره ډېر لوبغاړي اشنا نه وو او په خپله یې د هغه پر لوبو هم بد تاثیر وکړ. بیټسمینانو بې مسولیته لوبه وکړه، افغانستان یو یا دوو داسې لوبغاړو ته ضرورت لري چې په حساس وخت کې لوبه تر اخره ورسوي."​

زرګونو کسانو د بورډ په رسمي فیسبوک کې د ماتو په اړه غبرګونونه ښودلې دي
زرګونو کسانو د بورډ په رسمي فیسبوک کې د ماتو په اړه غبرګونونه ښودلې دي

​د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مشر سایر ځلاند هم تر ډېره له دغه نظر سره موافق دی.

هغه چې د کرکټ لوبې څاري امریکا غږ ته وویل "لوبډله په یو اضطراري حالت کې د رهبرۍ له تشې سره مخامخ شوه. لوبغاړي د زمبابوې حالت او کندیشن مطابق لوبه ونکړه او ورسره بلد نه وو. ټیم داسې نه ښکارېده چې کوم خاص پلان ولري چې لوبې وګټي او مخ ته ولاړ شي. په عمومي ډول افغان لوبغاړي تر یو ډول رواني فشار لاندې ښکارېدل."

د کرکټ یو شمېر مینوال دا انتقاد هم کوي چې په لوبډلې کې ځینې لوبغاړي په "روابطو" راغلي او د ځینو نورو با "استعداده لوبغاړو" مخه یې ډب کړې چې نتیجه یې د افغانستان پرلپسې ماتې شوه. همدغه انتقاد مې د کرکټ بورډ د مخکني روزونکي مخې ته کېښوده.

زرګونو کسانو د بورډ په رسمي فیسبوک کې د ماتو په اړه غبرګونونه ښودلې دي
زرګونو کسانو د بورډ په رسمي فیسبوک کې د ماتو په اړه غبرګونونه ښودلې دي

هغه وویل "د لوبډلې د ماتې ډېر نور علتونه دي، مشخص لوبغاړي نه دي. که په تخنیکي ډول یې څېړو، د هرې لوبې ماتې خپل علت لري. له سکاتلند سره ماتې کې بالرانو ښه باولینګ ونکړ، فیلډینګ ښه ونشو. له زمبابوې سره د ماتې علت زما په نظر د محمد نبي او نجیب ځدراڼ سوځېدل وو. دوی دا مسولیت ونه مانه چې لوبه تر پایه ورسوي. ټولو ښه لوبه ونکړه باید مشخص لوبغاړي ملامت ونه ګڼل شي."

د افغان کرکټ د مینوالو یو انتقاد دا هم دی چې ځینې با تجربه لوبغاړي ناست وو او ځوان او بې تجربه لوبغاړو ته چانس ورکړل شو.

خو دغه روزونکي راته وویل "همدغو لوبغاړو په اماراتو کې له زمبابوې سره ښه لوبه وکړه، سیریز یې وګاټه خو زمبابوې کې ونه ځلېدل. له لوبډلې سره د بیټینګ، باولینګ او فیلیډینګ روزونکي شته، کپټان شته، مدیر شته، هغوی حالاتو ته په کتو لوبې ته لوبغاړي غوره کوي. ځوانان په پنځو او لسو لوبو کې د محمد شهزاد او محمد نبي غوندې لوبه نشي کولی، هغوی ته باید وخت ورکړل شي."

زرګونو کسانو د بورډ په رسمي فیسبوک کې د ماتو په اړه غبرګونونه ښودلې دي
زرګونو کسانو د بورډ په رسمي فیسبوک کې د ماتو په اړه غبرګونونه ښودلې دي

لوبغاړو ته "سپکې سپورې" ویل

شاید افغانستان یوازینی هېواد نه وي چې له ماتو وروسته یې مینوال احساساتي کیږي او پر لوبغاړو تند انتقادونه کوي او ځینې لوبغاړو ته "سپکې سپورې" هم وايي. ښايي د ډېرو نورو هېوادونو مینوال هم همداسې وي. په پاکستان او هند کې له دې نه هم احساساتي برخوردونه شوي دي.

داسې هم ویل کیږي په افغانستان کې د کرکټ مینوال لا د ماتې د زغملو دود نه دی خپل کړی. افغانستان یوازې د کرکټ ملي لوبډلې نلري، د فوټبال، ولیبال او ځینو نورو لوبو لوبډلې هم لري. شاید ډېر کم داسې شوي وي چې د فوټبال په ماتې داسې تند غبرګونونه ښودل شوي وي.

د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون مشر وايي "د خلکو د تندو احساساتو دوه علتونه دي، له ماتې سره جوړ نه دي. کرکټ افغانانو ته د خوښۍ احساس ورکوي او کله چې نه وي، دوی احساساتي شي. د ماتې له کلچر سره عادت نه دي او همېشه ګټه غواړي. بل علت یې دا دی چې، ځینې وړ او تکړه لوبغاړي نه لوبول کیږي او بیا چې کله لوبه وبایلي، خلک په غوصه شي، خو باید لوبغاړو ته ښکنځل ونشي."

افغانستان خپله لوبه پر سکاتلند وبایلله چې ډېرو یې تمه نه درلوده
افغانستان خپله لوبه پر سکاتلند وبایلله چې ډېرو یې تمه نه درلوده

مګر د افغانستان د لوبډلې مخکني لوبغاړي راته وویل چې تر افغانستان ډېر غښتلي ټیمونه هم مات شوي او په مهمو سیالیو کې یې ماتې خوړلې ده. هغه په تېر نړیوال جام کې د جنوبي افریقا او په ۲۰۱۷ کال د چمپین ټرافي سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان له لوري د هند ماتې یاده کړه.

خو د افغان مینوالو تند غبرګون یو علت یې دا په ګوته کړ چې "افغانانو او دنیا دا فکر کاوه، چې افغانستان به خامخا د غوراوي سیالۍ ګټي او مخ ته به ځي. مګر نورو لوبډلو هم ښې لوبې وکړې. د لوبو بایلل په دې مانا نه ده چې دنیا ختمه شوه. نورې لوبې به هم وي،" او کرکټ بورډ او روزونکي به یې د ماتې علتونه هم په ګوته کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG