ښځینه فعالانې طالبانو ته: زموږ د ټولنیز او سیاسي مشارکت لپاره اعلامیه خپره کړئ

ښځینه فعالانې: تر بل هر وخت اوس له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې په نوم د ښځو یو ټولنیزې ادارې د ښځو د ځینو حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د وروستي فرمان هرکلی وکړ، خو ویلي چې دوی ته دې د تعلیم او کار حق هم ورکړل شي.

دغې شبکې فعالانو نن دوشنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) په کابل کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې د شپاړس ورځني کمپاین د پای ته رسیدلو په مناسبت غونډې کې دا څرګندونې وکړې.​

د ښځو د حقونو فعالانو وویل چې سږکال په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین ډیر کمرنګ و او د دغې ورځې په مناسبت د ګوتو په شمېر غونډې وشوې او اصلاً هیڅ رسمي غونډه نه وه جوړه شوې.

په تیرو شلو کلنو کې هر کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځینی کمپاین د غونډو او یو لړ نورو پروګرامونو په ترڅ کې لمانځل کیده. خو سږکال د طالبانو اسلامي امارت د دې ورځې په مناسبت کومه رسمي غونډه ونکړه.

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو د ټولنیزې ادارې مرستیالې میرمن تورپیکۍ مومند وویل چې فعالانې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین په داسې حال کې لمانځي چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د بل هر وخت څخه تاوتریخوالی زیات شوی دی.

میرمن تورپیکۍ وویل، "همد اوس زمونږد ښځو په مخ د تعلیم او تحصیل دروازې بندې دي".

میرمن مومند د ښځو د ځینو حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده وروستی فرمان وستایه خو د طالبانو له اسلامي امارت یې وغوښتل چې د ښځو څخه د نورو اخیستلو شوو حقونو د ورکولو لپاره دې یو بل فرمان خپور شي.

هغې زیاته کړه، " غواړو چې یوه بله اعلامیه صادره کړي چې په هغې کې د تعلیم، د تحصیل د کار او د ښځو ټولنیز او سیاسي مشارکت ګډون شرایط په کې راشي".

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې د خپلې غونډې په پریکړه لیک د طالبانو د اسلامي امارت غوښتي چې افغانستان چې کوم نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي باید په افغانستان کې هغې ته د تطبیق امکانات برابر کړي.

د غونډې ګډونوالو افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼه پریکړه لیک تطبیق او د نړیوالې وغوښتل، چې د دغه پریکړه لیک د تطبیق څخه دې څارنه وکړي.

د غونډې په پریکړه لیک کې له طالبانو اسلامي امارت غوښتل شوي چې ښځو ته دې د بشري مرستو د وېش د مدیریت چارو کې هم ونډه ورکړي.

د ښځو فعالانو وویل چې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی ډیر زیات شوی او اقتصادي ستونزو له امله په کم عمر کې د نجونو ودول او د پیسو په بدل کې د نجونو خرڅولو دود زیات شوی دی.