په کابل کې ښځو د پاکستان په ضد مظاهره وکړه 

د پاکستان د سفارت مخې ته د افغان ښځو مظاهره

نن سه شنبه سپتمبر ۷ (وږي۱۶) په کابل کې یو شمېر ښځو د پاکستان سفارت په مخکې مظاهره وکړه.

لاریون کوونکو د پاکستان په خلاف شعارونه ورکول او چېغې یې وهلې: «موږ مستقل افغانستان غواړو». دوی د افغانستان په چارو کې یې د پاکستان د لاسوهنې د بندیدو غوښتنه هم کوله.

لاریون کوونکو ښځو کله چې د پاکستان سفارت ته د ننوتلو هڅه کوله، د سفارت طالب ساتونکو یې مخه ونیوله.

د ښځو له لاریون سره سلګونه نارینه هم یو ځای شول چې د سفارت مخ ته د لنډ توقف وروسته د سفارت ساتونکو وشړل.

د طلبوع نیوز خبري شبکې مشر لطف الله نجفی‌زاده، په یو ټویټ کې لیکلي: «د رسنیو کمرې مصادره شوي، له خبریالانو غوښتل شوي چې فلمبرداري ونه کړي او د یو شمیر مخه نیول شوې...د مظاهرو کولو آزادي او په اړه یې د رپوټ ورکولو آزادي چیرته ده؟»

دا مظاهرې داسې مهال کیږي چې تېره ورځ د طالبانو له لوري‌ د پنجشیر تر نیولو وروسته د «ملي مقاومت د جبهې» مشر احمد مسعود په افغانانو غږ وکړ چې د «طالبانو په ضد ملي پاڅون» وکړي.

داسې رپوټونه هم شته چې طالب جنګیالیو یو شمیر مظاهره کوونکي ښځې د کابل ښار د یو بانک په ګاراج کې قید کړې وې.

هندي خبریال ادیتا راج کال چې مختلفو نړیوالو رسنیو ته رپوټونه برابروي د ښځو یوه ویدیو یې ټویټ کړې چې د موټرو په یو پارکینګ کې لیدل کیږي.

هغه لیکلي: «طالبانو افغانې میرمنې حبس کړي چې نن یې په کابل کې د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد اعتراض کاوه.»

په افغانستان سربېره په واشنګټن کې هم یو شمېر افغانانو مظاهرې وکړې او له ایران څخه هم د افغانانو د یوې مظاهرې راپور ورکړل شوی دی.

د سه شنبې تر مظاهرو مخکې په کابل، هرات او بلخ کې هم ښځو او د مدني ټولنو فعالانو مظاهرې کړې وې او د افغانستان په راتلونکي نظام کې یې دښځو ونډه او د حقونو خوندیتوب غوښته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ د ښځو د لاریونونو په باب وویل چې دا لاریونونه تر وخت مخکې دي. هغه وویل حکومت لا جوړ شوی نه دی او داسې یوه مرجعه لا معلومه نه ده چې د دغو لاریون کوونکو غوښتنو ته ځواب ووايي.

یو شمېر مظاهرې کوونکې ادعا کوي چې طالبانو ورسره بد چلند کړی دی او وهلې او ډبولې یې هم دي.