نړۍ ته د ښځو دغورځنګونو لیک؛ طالبان په رسمیت مه پېژنئ او زمونږ ترڅنګ ودرېږئ

د " افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف " ددغه هیواد د ټولو سیمو څخه د ۸۰۰ لاسلیکونو د ټولولو وروسته نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت ونه پيژني او د معترضو افغان میرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغو اعتراض کوونکو ښځو ایتلاف ویلي، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې ښځې په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوي او هغوی د یو " جنسیتي تبعیض" په بڼه د یو نظام سره مخامخ دي.

د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف په خپل پرانسیتي لیک کې له نړیوالې ټولنې څخه اته غوښتنې مطرح کړي او ویلي دي، چې ښځې له طالبانو څخه هیڅ تمه نلري نړۍ او ملګري ملتونه باید ښځې د افراطیت سره په مبارزه کې ځانته پرینږدي.

د ښځو د اعتراضي غورځنګونوایتلاف ویلي: "مونږ د افغانستان ښځې طالبان په رسمیت نه پېژنو او له تاسو هم تمه لرو، چې هغوی په رسمیت ونه پېژنئ ...زمونږ له نظره طالبان یوه تروریستي ډله ده، چې د حکومتدارۍ نیت او ظرفیت نلري. له طالبانو څخه د تغیر امید یو خیلې امید دی."

په لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي: " له مونږ د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودرېږئ او زمونږ د مدني مبارزو ملاتړ وکړئ... د طالبانو د حذفولو سیاست له پامه مه غورځوئ. د طالبانو تر واک لاندې مذهبي اقلیتونه او قومونه څنډې ته ټیل وهل شوي دي او په سیستماتیک ډول د ځپلو اوحذفولو سره مخ دي."

ددغه ایتلاف یوې غړې ژولیه پارسي د پنجشنبې په ورځ مارچ نهه ( کب ۱۸) امریکا غږ ته وویل، چې دوی هیله لري، چې د سیمې هیوادونه او نړۍ په ځانګړي ډول ملګري ملتونه به د افغان میرمنو غږ واوري او پر طالبانو باندې د فشار لپاره به عملي ګامونه واخلي.

میرمن پارسي وویل، چې نړیواله ټولنه باید طالبانو حکومت د ټولو بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې د ځواب ویلولپاره مسول وګڼي.

تیره ورځ د افغان میرمنو ددغه ایتلاف د غړو په ګډون د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په کابل او د بلخ ولایت مرکز مزار شریف کې د لاریونونو په ترڅ کې د طالبانو پر حکومت پر ښځو د لګولو شوو محدودیتونو له امله انتقادونه وکړل.

د شنبې د ورځې د ارغواني غورځنګ مشرې میرمن مریم معروف آروین امریکا غږ ته وویل، چې ددغه غورځنګ غړو په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو پر خلاف اعتراضي غونډې جوړې کړې وې.

میرمن آروین وویل ددوی اعتراضونه به دوام ومومي. د طالبانو د حکومت چارواکو تل ویلي، چې دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته پابند دی.