دا د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د کلي هغه تنکي ځوانان دي چې ټول يې د تریاکو په کرونده کې بوخت دي. دوی لیک لوست نشي کولای او زیاته وي چې بل هیڅ مصروفیت نلري.
دغه راز دوی د کوکنارو په پټيو کې کار کول د بې روزګارۍ په وجه ګڼي چې په سیمه کې يې بل هیڅ کار روزګار نشته.
دغه تنکي ځوانان د تریاکو په کښت او حاصل را ټولو کې اوس ډيره تجربه لري. دوی وایي چې هرکال يې په سیمه کې د تریاکو کښت کیږي او دوی پکښې په کار بوخت وي.
د دې نسبتآ بې وزله کلي اوسیدونکې د ښوونځي په ګډون روغتیايي مرکز او نورو سهولتونو ته هیڅ لاس رسی نلري.
د کلي اوسیدونکي وايې چې له پامه غورځیدلي او دوی اړ دي چې خپلي اقتصادي اړتیاوي د تریاکو د کښت له لاري پوره کړي.
که څه هم د دهلې د کلي اوسیدونکې دا تنکي ځوانان د تریاکو په پټیو کې کار کول د بې کاری له کبله خپل مجبوریت کڼي، خو روغتیايي مسئولین وايې چې د تریاکو په کښت او کرونده کې په دوامداره ډول کار کول په غیر ارادي ډول زیاتره کسان د تریاکو په نشه روږدي کوي.