نړیوال جام ته د تیاریو لپاره افغانستان له سکاتلنډ سره لوبې کوي

افغانستان په تېر نړیوال جام کې سکاتلنډ ته ماتې ورکړه، خو سکاتلنډ دې نړیوال جام کې نشته

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د روان میلادي کال د مۍ په میاشت کې به افغانستان له سکاتلڼد سره دوې یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

افغانستان به د دغو لوبو لپاره د سکاتلنډ ایدینرا ښار ته ځي او لوبې به د ګرینج په لوبغالي کې وي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې د بورډ د اجرایي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکل شوي "خوشاله یو چې د ۲۰۱۹ کال په مۍ میاشت کې د سکاتلنډ پر وړاندې د دوه نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لرو چې د هوا حالاتو له اړخه هم د لوبو لپاره هم تر ټولو مناسب وخت دی. دغه لوبې له افغانستان سره په انګلستان او ویلز کې د ۲۰۱۹ نړیوال جام یو ورځنیو لوبو په برخه کې د چمتووالي له اړخه هم ګټورې وي."

دا لوبې نړیوال جام ته د افغانستان د تیاریو یوه برخه بلل کیږي.

نړیوال جام په برتانیا کې کیږي چې سکاتلنډ په کې نه لوبیږي خو افغانستان به د نړۍ د نورو نهو غوره لوبډلو سره په کې سیالۍ کوي.