کاناډا او په افغانستان کې د جنګي جرایمو ادعا

د کاناډا یو سیاستوال ادعا کړې چې د دغه هېواد اوسني او مخکني حکومتونو په افغانستان کې د جنګي اسیرانو په اړه خپل مسولیت سم ندی ترسره کړی.

د کاناډا د پارلمان پخوانی غړی کریګ سکات د جنګي جرایمو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو لخوا احتمالي جنګي جرایمو په هکله پلټنه وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالې فاتا بنسوده د محکمې له قاضیانو غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو ښکیلو غاړو طالبانو، افغان پوځيانو، امریکايي سرتیرو او د سي آی اي جاسوسانو د کړنو په اړه د پلټنو اجازه ورکړي.

ټاکل شوې چې کریګ سکاټ چې په کاناډا کې په سیاسي او اکاډمیکو چارو بوخت دی، په افغانستان کې د کاناډایانو د سرغړونو په اړه ژر خپل د ۹۰ مخونو برابر شوی راپور د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپاري.

نوموړي سي بي اس خبري اژانس ته ویلي هغه طالب اسیران چې کاناډایانو له نیول کېدو وروسته افغان حکومت سپارلي، د افغانستان د ملي امنیت په زندانونوکې شکنجه شوي دي.

په راپور کې د کاناډا اوسنی لبرال او مخکنی محافظه کاره حکومتونه تورن شوي چې فرصتونونه یې ضایع کړي او د جنګي اسیرانو د شکنجې ادعاوې یې نه دي څېړلي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې د نړیوالو جرمونو د محکمې کلکه ننګه کوي. د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو مسول الکس لاورنس ویلي "شکنجه نفرت پاروونکی او غیر قانوني کار دی. شکنجه او نور غیر انساني کارونه سپکوونکي او د کاناډا د قانون او ارښتونو په ضد دي".

د کاناډا د دفاع وزیر هرجیت سنګ چې درې وارې د نظامي او استخباراتي مامور په توګه افغانستان ته تللی، ویلي دي چې د کاناډا ځواکونو په اعتماد او ویاړ سره دنده مخ ته وړې ده او له زندانیانو سره د چال چلن په اړه د ژینوا کنوانسیون ته ژمن پاتې شوي دي.

د جنايي جرمونو نړیواله محکمه معمولآ هغه قضیې څېړي چې اړوند هېوادونه یې د څېړلو، په اړه یې د بې پرې پلټنو او پرېکړو توان نلري او یا نغواړي چې په دې اړه پلټنې وکړې.