د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د لوبو لړۍ په هند کې پیلېږي

افغانستان له ایرلنډ سره د ټست لوبه هم لري

ټاکل شوې سبا پنجشنبه د «فبروري پر۲۱مه»د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمځ د لوبو لړۍ د هند د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغاړي کې پيل شي.

دواړې لوبډلې به د یو اوبل پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې، پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او یوه ټېسټ لوبه پیل کړي چې د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي د یک له خصوصي تلویزون سره یې تړون کړی چې دا لوبې ژوندۍ وښيي، د هند ډي-سپورت او پر یوټیوب هم دا لوبې ژوندۍ ښودل کیږي.

افغانستان دا مهال د ۲۰ اورونو په نړیوالې درجه بندۍ کې په اتم مقام او ایرلنډ په ۱۷ مقام کې دي. له شک پرته د چې د راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي موجودیت به ښايي د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوی توپیر وي.

دا درې لوبغاړي نژدې په هر نړیوال لیګ کې لوبېدلي دي او خورا ډېرې تجربې لري. راشد خان دا مهال په نړیوالې درجه بندې کې د ۲۰ اورونو اول نمبر توپ اچوونکی دی. ایرلنډ داسې کوم لوبغاړی نلري.

په توپ اچوونکو کې د شهزاد محمدي په نشتوالي کې به له حضرت الله ځاځي سره عثماني غني/ نجیب الله ترکی لوبه پيلوي. تمه ده چې حضرت الله ځاځی به ښه لوبه وکړي.

په نویو توپ اچوونکو کې ښايي ضیاالرحمن شریفي ته چانس ورکړل شي. دی د افغانستان په پریمیرلیګ کې ښه وځلیده او لا د افغانستان ملي ټیم کې لوبېدلی نه دی.

افغانستان د ۲۰ اورونو د ۲۰۲۰م نړیوال جام ته وار د مخه وتلی دی، خو ایرلنډ به دغو لوبو ته د غوراوي پړاو بشپړوي او بیا به نړیوال جام ته وځي.

په عمومي ډول وړاندوینې دا دي چې افغانستان به له ایرلنډ څخه دا لوبې او سیریزونه ګټي، خو بیا هم کرکټ د میدان لوبه ده او په میدان کې چې هر چا ښه لوبه وکړه، هماغه یې ګټي.

د افغانستان کرکټ بورډ د تېرې مرغومې میاشتې پر ۲۹مه د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو لوبو ته د چمتووالي په هدف د تمریناتي کمپ لپاره د ۴۴ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د دغو سیالیو او د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام لپاره د تیاریو په موخه، د افغانستان د کرکټ لسګونه لوبغاړو د جنوري په ۲۳مه د هند په بنګلور کې تمریونه پیل کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ پر فېسبوک پاڼه کې د خپاره شوي بیان له‌مخې د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشر اصغر افغان تېره ورځ په هند کې په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې دغو سیالیو ته د افغان لوبغاړو له اړخه د پوره چمتووالې خبر ورکړ.

نوموړي ویلي:"زموږ لوبډله له تېرې یوې میاشتې راهیسې دلته په هندوستان کې پر تمریناتو بوخته ده او له همدې امله موږ راتلونکو لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو."