افغانستان زمبابوې سره ټست لوبو ته لوبغاړي اعلان کړل؛ راشد خان هم شته

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست دوې لوبې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۶) له زمبابوې سره د دوو ټست (پنځه ورځنیو) سیالیو لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

راشد خان، چې د ملا له عملیاتو وروسته د ډاکټر په سپارښتنې له ټست لوبو څخه دمه اخیستې وه، بېرته دغو سیالیو ته راګرځېدلی دی.

د افغانستان د ۱۸ لوبغاړو په ډله کې ځینې داسې لوبغاړي دي چې تر دې دمه یې د افغانستان لپاره د ټست کومه لوبه نه ده کړې.

چپ لاسی توپ وهونکی صدیق اتل، ورو توپ اچوونکی ظاهر شهزاد، تېز توپ اچوونکی بشیر احمد او توپ وهونکی او توپ اچوونکی (الراونډر) عصمت عالم هغه څلور لوبغاړي دي، چې د افغانستان د څلور ورځینو (فرسټ کلاس) لوبو په تازه سیزن کې ښه لوبېدلي او ځلېدلي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اعلامیې کې د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې د مشر احمدشاه سلیمانخېل له خولې ویل شوي دی: «غوره شوي لوبغاړي به د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او تر ټولو ښه زېری بیا دا دی چې په یاد نوملړ کې ځینو نویو لوبغاړو او څېرو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې د احمدشاه ابدالي په فرسټ کلاس سیالیو کې ښه ځلېدلي وو او دغه راز د راشدخان د بشپړې روغتیا وروسته نوموړی هم د ټیسټ سیالیو لپاره د نوملړ برخه دی.»

د افغانستان د ټست لوبو کپتان حشمت الله شهیدي او مرستیال یې رحمت شاه زرمتی دی. افسر ځاځی او اکرام علي خېل دوه ویکټ ساتونکي دي.

په نورو لوبغاړو کې عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ شامل دی.

همدغه راز درې نور لوبغاړي ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزی په احتیاطي لست کې شامل شوي، که ضرورت پیدا شو دوی به هم زمبابوې ته ځي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست دوې لوبې دي چې لومړۍ لوبه یې د ډسمبر په ۲۶مه او دویمه یې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په دویمه نېټه پیل کېږي.

افغانستان دوې ورځې مخکې له زمبابوې څخه د شل اوریزو دریو سیالیو لړۍ ۲-۱ وګټله او د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ سبا سه شنبه ډسمبر ۱۷مه پیل کېږي.