افغانستان د کرکټ د درېیو شل اوریزو لوبو په وروستۍ سیالۍ کې زمبابوې ته د اوو لوبغاړو په زیان ماتې ورکړه او د دغو لوبو د لړۍ جام یې وګاټه.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د درېیو شل اوریزو لوبو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) وشوه.
په نننۍ سیالۍ کې چې د زمبابوې په پلازمینې هرارې کې وشوه افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ اچونه وکړه او په ۲۰ اور کې یې د زمبابوی ټول لوبغاړي په ۱۲۷ منډو وسوځول.
د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان په توپ اچونه کې تر ټولو ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. همداشان عظمتالله عمرزي، مجیبالرحمان او نوینالحق هر یو د زمبابوی دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان له خوا په توپوهنه کې هم عظمتالله عمرزي ښه لوبه وکړه او د دې لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه تر نورو لوبغاړو زیاتې ۳۴ منډې وکړې، محمد نبي د ۲۴ منډو په ترسره کولو سره تر اخره ولاړ و، ګلبدین نایب په ۲۲ منډو وسوځېد او نور لوبغاړي له ۱۵ پورته منډو په ترلاسه کولو بریالي نشول.
ددې لړۍ دویمه لوبه د جمعې په ورځ افغانستان او لومړنۍ لوبه یې د چهارشنبې په ورځ زمبابوې ګټلې وه.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د درېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ هم ترسره کړي او ورپسې د ټیسټ دوه لوبې وکړي.
فورم \ دبحث خونه