د فوټسال نړیوال جام: افغانستان ارجنټاین ته لوبه وبایلله

ورزشي شنونکو ویلي چې افغانستان د ارجنټاین په وړاندې ښه لوبه وکړه.

د فوټسال نړیوال جام د ګروپي سیالیو په پړاو کې، افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې بری ترلاسه نکړ او ارجنټاین ته یې لوبه ۲-۱ وبایلله.

په نړوال جام کې دوهم پړاو ته د افغانستان تګ اوس پدې پورې تړلی چې له اوکراین سره خپله راتلونکې سیالي وګټي او یا دغه سیالي مساوي پای ته ورسیږي.

په تاشکند کې د افغانستان او ارجنټاین ترمنځ د چهارشنبې سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) لوبې د لیدلو لپاره په زرګونو اوزبیکستان میشته افغانان اود فوټسال نور مینه وال ورغلي وو.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال په نړیوال جام کې ګډون کوي. د سپورټ شنونکو ویلي چې افغانستان د ارجنټاین په وړاندې ښه لوبه وکړه.

د افغانستان ګول کیپر محمد جواد صفري وکړای شول چې د ارجنټاین د لوبغاړو د ګول کولو د ګڼو هڅو مخه ونیسي او ددغې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شي.