د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د صدراعظم عمران خان د "نامسولانه څرګندونو" په اعتراض یې په کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال وربللی و.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې عمران خان د دوشنبې په ورځ (مارچ۲۵) په آسلام اباد کې له خبریالانو سره په یوې غونډې کې وویل چې د افغانستان د ستونزې حل د موقت حکومت جوړول دي.
افغانستان د عمران خان دا څرګندونې په خپلو داخلي چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه گڼلې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د سولې او موقت حکومت په اړه دا څرګندونې د "افغانستان د ملي حاکمیت سپکاوی، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او د افغانانو د پرېکړې" خلاف دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې افغانستان په اسلام اباد کې خپل سفیر هم کابل ته بللی دی چې په دې اړه نورې خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ښاغلي عمران خان د دغو خبرو په اړه ویلي دي چې یوازې افغانان د افغانستان پر آینده تصمیم نیولی شي.
While #Pakistan has made constructive contributions on the #AfghanPeaceProcess, PM Khan%27s comments did not. The future of #Afghanistan is for #Afghans, and only Afghans, to decide. The role of the international community is to encourage Afghans to come together so they can do so.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 26, 2019
وایي پاکستان د سولې په برخه کې رول لوبولی دی، خو د عمران خان دا څرګندونې کوم رول لوبولی نشي. هغه وايي د نړیوالې ټولنې رول دا دی چې افغانان وهڅوي چې خپلو کې سره خبرو ته کیني.
دا په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې افغانستان د احتجاج په ډول له پاکستان څخه خپل سفیر ورغواړي. د عمران خان د دغو څرګندونو په اړه په افغانستان کې دننه هم ځینو سیاستوالو غبرګونونه ښودلي دي.
دغو سیاستوالو د عمران خان دا څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.