افغانستان په ټست لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

راشد خان د زمبابوې ۱۱ لوبغاړي اوټ کړل

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب۲۴) د افغانستان په بري پای ته ورسېده.

افغانستان پنځه ورځې مخکې خپله لوبه پیل کړه او په دوو ورځو کې یې په خپلې اولې پاڼۍ کې ۵۴۵ منډې وکړې او بیا یې زمبابوې ته د منډو بلنه ورکړه.

زمبابوې په خپلې اولې پاڼۍ کې ۲۸۷ منډې وکړې او افغانستان بیا زمبابوې ته بلنه ورکړه چې خپله دویمه پاڼۍ هم وکړي ځکه چې تر افغانستان څه باندې ۲۰۰ منډې شاته و. دې ته د کرکټ په اصطلاح کې «فالو آن» وايي.

یعنې هره لوبډله چې په اولې پاڼۍ کې د مخالف ټیم څخه لږ تر لږه ۲۰۰ منډې شاته وي، مخالفه لوبډله کولی شي ورته ووايي چې خپله دویمه پاڼۍ هم وکړي.

زمبابوې په دویمې پاڼۍ کې ۳۶۵ منډې وکړې. د زمبابوې د لومړۍ او دیومې پاڼې ټولې ۶۵۲ منډې شوې. له دغو منډو څخه چې د افغانستان ۵۴۵ منډې منفي شي، ۱۰۷ منډې پاتې کیږي او همدا د افغانستان د بري لپاره هدف وټاکل شو.

افغانستان د څلورو لوبغاړو له سوځیدو وروسته دا هدف پوره کړ او د ټست لوبه یې وګټله. راشد خان د زمبابوې ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

حشمت الله شهیدي د لوبې غوره لوبغاړی شو. ده په اولې پاڼۍ کې ۲۰۰ منډې وکړې او لومړی افغان شو چې په ټست لوبو کې دومره منډې کوي.

کپتان اصغر افغان هم ۱۶۲ منډې وکړې.

د ټست لوبو د دغې لړۍ اوله لوبه زمبابوې ګټلې وه.

افغانستان تر دې مخکې بنګله دېش او ایرلنډ ته هم په ټست لوبو کې ماتې ورکړې وه.

د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کې افغانستان ته د پنځو ورځنیو یا ټسټ لوبو امتیاز ورکړ. افغانستان تر دې پنځه ټست لوبې کړې دي چې درې یې ګټلې او دوې یې پر هند او ویسټ انډیز بایللې دي.