د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبې اوله ورځ


د افغانستان او زمبابوې ترمنځ‌ د کرکټ‌ د ټست لوبې اوله ورځ خلاصه شوه.

دا لوبه په ابوظهبۍ کې ده.

افغانستان نن سه شنبه مارچ ۲ (کب۱۲) د پچې له ګټلو وروسته په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۱ منډې وکړې.

د ورځې په پای کې زمبابوې ۱۳۳ منډې کړې وې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي‌وو.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې افسر ځاځي او ابراهیم ځدراڼ‌ وکړي چې ۳۷ او ۳۱ وې.

د زمبابوې کپتان شان ویلیمس پنځوسیزه وکړه او سبا به بیا لوبه پيلوي.

حمزه هوتګ د زمبابوې څلور او یمین احمدزي یو لوبغاړي‌وسوځول.

سبا به د لوبې دویمه ورځ پیلیږي.

که څه هم زمبابوې له لسیزو مخکې د ټسټ لوبو تجربه لري خو افغانستان په ۲۰۱۷ کې د ټسټ لوبو درجه واخیسه چې تر ننه په همدې فارمټ کې له هند، ایرلنډ، بنګله دېش او ویسټ انډیز سره لوبېدلی دی.

افغانستان له ایرلنډ او بنګله دېش نه د ټسټ لوبه ګټلې خو هند او ویسټ انډیز ته یې بایللې ده.

XS
SM
MD
LG