افغانستان هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شي- نجیب ځدراڼ

نجیب ځدران لومړی افغان شو چې د ۲۰۱۹م کال خلاف لوبې کې یې د آسترالیا خلاف۵۱ منډې وکړې

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسي منډه جوړونکی نجیب ځدراڼ وايي چې افغانستان به په راتلونکو لوبو کې مخکنۍ تېروتنې نه تکراروي.

نجیب ځدراڼ د شنبې په ورځ (جون۱) د آسترالیا په مقابل کې ۵۱ چټکې منډې وکړې او د افغانستان هدف یې تر ۲۰۰ پورته کړ. هغه له سیالۍ وروسته په یو کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې خوشحال دی د یوې پیاوړې لوبډلې خلاف یې ښه لوبه وکړه.

نجیب ځدراڼ وویل "موږ ښه لوبډله یو او زه فکر کوم چې په دغه نړیوال جام کې هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شو. موږ خپله هڅه کوو او باور لرم چې لوبې به ګټو."

هغه همدغه راز وویل چې ځینو افغان منډه جوړونکو غلط شاټونه ووهل او د خپلو تېروتنو له کبله وسوځېدل او په خبره یې افغان لوبغاړو په میدان کې د توپ په نیولو کې ستونزې لرلې او مخالفې لوبډلې ته د ډېرو رنزونو د ورکولو موقع په لاس ورکړه، خو وايي چې له روزونکي څخه به سلا مشورې اخلي چې په نورو لوبو کې دا ستونزې تکرارې نشي.

افغانستان د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پر آسترالیا وبایلله او دویمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ (جون۴) له سريلانکا سره ده.

سریلانکا بیا پر نیوزلنډ خپله لومړۍ لوبه په لوی توپیر سره وبایلله. افغانستان تېرکال د اسیا کپ په سیالیو کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.