درې افغان لوبغاړي د انګلنډ په تجارتي سیالیو کې لوبیږي

دغو درې واړو د آی پي ال په سیالیو کې هم ولوبېدل او وځلېدل

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې درې لوبغاړي په لومړي ځل په برتانیا کې د ۲۰ اورونو د ویټالټي بلاسټ لیګ په تجارتي سیالیو کې لوبې کوي.

دا سیالۍ نن چهارشنبه (جولاۍ۴) پیلیږي چې د نړۍ یو شمېر نور مخکښ لوبغاړي هم په کې دي. د سیالیو په لومړۍ ورځ د راشد خان لوبډله ساسیکسر او د محمد نبي لوبډله لیسیسټرشایر لوبې لري.

مجیب الرحمن د همشایر په لوبډلې کې دی چې د شنبې په ورځ یې لوبه ده.

دا لومړی ځل دی چې درې افغان لوبغاړي د انګلنډ د ۲۰ اورونو په تجارتي لیګ کې لوبیږي.

دا لوبې د سپتمبر په ۱۵ ختمیږي. دغو درې واړو د آی پي ال په سیالیو کې هم ولوبېدل او ښه وځلېدل.

محمد نبي او راشد خان د استرالیا، ویسټ انډیز او بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې هم ولوبېدل.