لغمان کې په نظامي عملیاتو کې د ۱۱ ملکیانو د وژلو ادعا

لا دقیق معلومات نشته چې دا عملیات چا او ولې کړي دي

په لغمان کې سیمه ایز چارواکي وايي چې د پنجشنبې په شپه (اګست۶) دولس بجې د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې "حکومتي ځواکونو" عملیات کړي.

په دغو عملیاتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي چې د سیمې خلک یې ملکیان بولي.

د بادپښ ولسوالۍ یو قومي مشر ملک محبوب شاه امریکا غږ ته وویل" اول طیارې راغلې، په کلي کې ښکته شوې، خلک ترې راکوز شول او د کلي له کورونو نه یې عام خلک راوویستل او بیا یې ووژل".

نوموړی وايي چې په عملیاتو کې یو۸۱ کلن سپین ږیری هم وژل شوی او ده ادعا وکړه چې ډېر وژل شوي هغه خلک دي چې په حکومت کې یې دندې هم لرلې. دغه ادعا لا تاید شوې نه ده.

د بادپښ ولسوال سید شریف پاچا امریکا غږ ته وویل "نا معلومه افغان ځواکونه" په هیلیکوپټرو کې دغې سیمې ته ورغلي، نارینه یې له کورونو ویستلي او په ډزو یې وژلي دي.

هغه وايي چې د سیمې له خلکو یې دومره مالومات کړي چې عملیات "افغان ځواکونو" کړي، خو په دغو عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه مالومات نه لري.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې د ولایت مقام له همغږۍ پرته عملیات شوي او ملکیان پکې وژل شوي، خو مالومات نشته چې څومره ملکیان پکې وژل شوي دي. د لغمان د والي ویاند وايي چې پر ملکي وګړو دغه ډول عملیات ورته د زغم وړ نه دي.

د لغمان ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې اړوندو ادارو ته امر کړی چې دا مسئله وڅېړي.

په ختیځ کې د قول اردو ځینو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د دغو عملیاتو په اړه معلومات نلري.

که څه هم د لغمان په ګاونډ ننګرهار کې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پورې تړلي د صفر۲ په نوم ځانګړي افغان ځواکونه وخت ناوخته پر کلیو او کورونو چاپې وهي خو دا په لغمان کې کمسارې پېښه ده چې هیڅ حکومتي ارګانونه پرې نه دي خبر او خپلسري عملیات تر سره شوي دي.