روغتیا نړیوال سازمان: کرونا له کبله افغانستان کې ۷۶۸۵ کسان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پیدا کېدو څخه بیا تر دا مهاله ۷۶۸۵ ناروغان مړه شوي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) پخپل راپور کې ویلي چې په دغه موده کې ۹۹۶۱۷۸ کسان په کرونا اخته شوي دي.

په افغانستان کې د چارواکو په وینا د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه په هرات ولایت کې ثبت شوه او تر هغه وروسته دغه ویروس ټول افغانستان ته پراخ شو.

د روغتیا نړویوال سازمان معلومات ښيي چې په دغه هیواد کې ۹۰ سلنه کسان بیرته له کرونا څخه جوړ شوي دي. په راپور کې راغلي چې د دې ترڅنګ په افغانستان کې ۴۷۵۸ روغتیايي کار کوونکي هم په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه شوي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی دی چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د طالبانو حکومت روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوید هژیر امریکا غږ ته وویل چې په تیرو څلورو میاشتو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۱۹۸۴۵ او په تیره یوه میاشت کې ۱۱۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

هغه وویل چې د روان میلادي کال د لومړیو درې میاشتو په پرتله د کرونا ویروس له امله دمړینې کچه کې هم په بېساري توګه کموالی راغلی دی.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتونو د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې نژدې ۵۲۲ میلیون کسان کرونا نیولي چې له ډل ۶میلیون او ۲۶۴زره کسان مړه شوي دي.