عاطف مشعل: ما له پاکستان نه بښنه نه ده غوښتي

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس هغه راپورونه رد کړل چې گواکې د پاکستان د کرکټ بورډ له رئيس څخه یې بښنه غوښتې ده.

د پاکستان د کرکټ بورډ رئیس شهریار خان ویلي وو، چې عاطف مشعل شخصي بخښنه غوښتي، خو هغه باید رسمي او په ښکاره بښنه وغواړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ دافغانستان له کرکټ بورډ نه په کابل کې د مۍ په ٣١ مه د بم له چاودنې نه وروسته ویناگانو له امله د بخښنې غوښتلو تقاضا کوي.

د ددواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکې په کابل کې له هغه برید نه وروسته وشلېدلې چې تر ۸۰ زیات افغانان پکې ووژل شول او تر ٥٠٠ زخمیان شول.

له دغو خونړۍ چاودنې نه ورو سته، د افغانستان د کرکټ بورډ په ټوېټر کې ولیکل چې له پاکستاني انډول سره د خپل منځي اړیکو شرایط فسخ کوي او له هغه هېواد سره چې ترهگرو ته پکې خوندي ځای ورکول کېږي ددوی یوه موافقتنامه هم اعتبار نلري.

خو د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان وروسته په لاهور کې وویل چې مشعل ورسره د اړیکو د لرلو خبره وکړله، مگر بله ورځ یې د پاکستان په اړه ډیره کلکه سیاسی وینا خپره کړله.

د شهریارخان د وینا له مخې ښاغلي عاطف په خپله وینا تاسف څرگند کړ او په خصوصي توگه ېې بښنه وغوښتله.

هغه وویل چې پاکستان د کرکټ بورډ دریځ دا دی"ترڅو پورې د افغانستان دکرکټ بورډ څرگنده بښنه ونه غواړي موږ به د کرکټ اړیکی ورسره بیا پیل نکړو". خو ښاغلي مشعل عاطف د بښنې غوښتلو په اړه دغه رپوټونه نن رد کړل.

عاطف مشعل چې د یکشنبې په ورځ ( جولاۍ۳۰) یې د بورډ د غړو تر کلنۍ غونډې وروسته، رسنیو سره خبرې کولې وویل چې په نژدې وخت کې به په کابل کې د نهه میلیونو ډالرو په لګښت د کرکټ د یو نړیوال لوبغالي کار پېل کړي. هغه زیاته کړه چې د افغان لوبغاړو د تقاعد لپاره په یوې ځانګړې بودیجې کار کوي.

عاطف مشعل د محمد شهزاد د قضیې په اړه چې د ممنوع شويو درملو په خوړلو تورن شوی، وویل چې مدافع وکیل د کرکټ نړیوالې شورا ته اسناد سپارلي دي او په دې اونۍ کې به پرېکړه وشي.