له ګلبدین نایب او سمیع الله شینواري سره اختریز بنډار

ګلبدین په ټوکو کې وویل: سمیع چې به کومو ماشومانو ته اختریزه ورکوله، ما به ترې بېرته اخیستله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه وتلي لوبغاړي سمیع الله شینواري او ګلبدین نایب د امریکا غږ اشنا سپورټ د اختر د خپرونې میلمانه وو.

دواړو په افغانستان کې دننه د اختر د لمانځلو، خپلو مینوالو سره د لیدو کاتو، ماشومانو ته د اختریزې د ورکولو او ځینو نورو په زړه پورو مسایلو په اړه بنډار، ټوکې ټکالې او خبرې وکړې.

دوې همدغه راز په راروانې شپږیزې کې د بهرنیو لوبغاړو د ګډون په ارزښت هم وغږېدل. ګلبدین نایب د بست او سمیع الله شینواري د سپین غر په زون کې دي، دواړو یې ویل چې د شپیږیزې سیالۍ به ګټي.

جعفر هاند له دوی سره بنډار کړی دی، خپرونه په راډیو ژوندۍ خپره شوه چې ځینو اورېدونکو هم زنګونه ووهل، که مو هلته نه وي اورېدلې دلته یې بیا خپرو.