افغانستان له هانک کانګ سره سیالۍ ته لوبډله اعلان کړه

دا سیالۍ د همدغې اکتوبر د میاشتې په ۲۰ نېټه کیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ له هانک کانګ سره د لویو وچو څلور ورځینو سیالۍ ته لوبغاړي اعلان کړي.

د هانک کانګ او افغانستان ترمنځ دا سیالۍ د اکتوبر د میاشتې په ۲۰ نېټه په هانک کانګ کې کیږي.

په اعلان شوې لوبډلې کې ځوان لوبغاړي ظاهر خان، احسان جنت، شرف الدین اشرف او ځینې نور شامل دي. خو ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری او فرید ملک په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.

د لوبډلې مشر اصغر ستانکزی او په نورو لوبغاړو کې شبیر نوري، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، ناصر جمال، افسر خان ځاځی، محمد نبي عیسی خېل، راشد خان، دولت ځدران او محمد یمین احمدزی دي.

افغانستان دوه اونۍ مخکې څه باندې ۲۰ لوبغاړي هند ته واستول چې د دغې سیالۍ لپاره تمرینونونه وکړي. په استول شویو لوبغاړو کې یو شمېر ځوانان هم شامل وو.

د لویو وچو هېوادونو ترمنځ سیالیو کې اته هېوادونه برخه لري چې افغانستان، ایرلنډ، سکاټلنډ، متحده عرب امارات، هانک کانګ، نمیبیا، هالنډ او پاپوانیوګیني شامل دي.

که افغانستان له هانک کانګ او اماراتو څخه لوبې وګټي د دغو سیالیو اتل کیږي.