افغانستان له ایرلنډ څخه په لوی توپیر لوبه وګټله- کرکټ

له ایرلنډ سره د افغانستان دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده

افغانستان له ایرلنډ سره د دریو نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو لړۍ په بري پیل کړه.

په شارجه کې د سه شنبې( ډسمبر۵) په ورځ ایرلنډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو بلنه ورکړه. افغانستان په ۵۰ اورونو کې ایرلنډ ته د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه، خو ایرلنډ یوازې ۱۰۰ منډې وکړې او په ۱۳۸ منډو یې پر افغانستان لوبه وبایلله.

تر ټولو ډېرې ویکټې ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ واخیستې، د افغانستان د۱۹ کلنو لوبډلې دغه لوبغاړي خپلې نړیوالې لوبې د ایرلنډ د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره پیل کړې. راشد خان درې، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي یو لوبغاړي وسوځول.

د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۳۲ اورونو کې وسوځېدله. د افغانستان د سر دوه لوبغاړي جاوید احمدي او احسان الله جنت په لسو- لسو منډو وسوځېدل خو رحمت شاه او ناصر جمال ۵۰-۵۳ منډې وکړې او د افغانستان هدف یې ۲۳۹ ته ورسوه.

راشد خان هم ۴۸ منډې وکړې، خو کپټان اصغر ستانکزي دوه او محمد نبي په صفر وسوځېدل. شفیق الله شفق ۳۸ او ګلبدین نایب ۱۷ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی مجیب ځدراڼ شو. د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده.