افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو په نړیوال جام کې څنګه ولوبېده؟

افغانستان په نړیوال جام کې څلورم مقام وګاټه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په نړیوال جام کې څلورم مقام وګاټه. افغانستان د دغه جام سیالیو ته په نهم مقام ورغلی و.

په نیمه پایلوبې کې د استرالیا له لوري له ماتې وروسته افغانستان د درېیم مقام د ګټلو لپاره له پاکستان سره مخامخ شو، خو د نیوزلنډ د کوینزټاون په ښار کې د چهارشنبې په شپه او ورځ شرقنډه باران وورېده، لوبه ونشوه او پاکستان دریم مقام وگاټه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ځکه درېیم مقام ورکړل شو چې د څلورو لوبډلو ترمنځ په ګروپي سیالیو کې یې لومړی مقام ګټلی و، په دې حساب د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې څلورم مقام خپل کړ.

افغانستان د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ډېره تکیه په ورو توپ اچونکو وکړه

افغانستان څنګه ولوبېده؟

افغانستان په ټول نړیوال جام کې پنځه لوبې وکړې، دوه یې وبایللې او درې یې وګټلې. افغانستان یوه لوبه په نسبتآ کمزورې لوبډلې ایرلینډ او بله لوبه یې په پياوړې لوبډلې اسټرالیا وبایلله. خو پاکستان، سرېلنکا او غښتلي کوربه نیوزلنډ ته یې ماتې ورکړې.

دا لومړی ځل و چې افغانستان په داسې نړیوالو سیالیو کې د کرکټ د نړیوالې شورا غښتلې لوبډلې ماتې کړي. د افغانستان ملي لوبډلې تر اوسه له نیوزلنډ او سرېلنکا څخه لوبې نه دي ګټلي. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوانان ټول د افغانستان د داخلي لوبو ثمره بلل کیږي، دوی ټولو په افغانستان کې کرکټ زده کړی، همدلته لوی شوی او بیا نړیوالو سیالیو ته وتلي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوانانو له ځینو وړو تېروتنو وراخوا د تخنیک، حوصلې، استعداد او وړتیا له پلوه ښه وځلېدل او وستایل شول.

افغانستان د "کرکټ پرمختګ د یوېشتمې پېړۍ تر ټولو غوره داستان" دی

منډه جوړوونکي

د منډو جوړولو په برخه کې د افغانستان د پیل لوبغاړي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره تل د منډو ښه بنسټ کېښوده. دوی دواړه تخنیکي، زړه وره او باحوصله لوبه کوي. د لوبو پر مهال دوی ډېر تر فشار لاندې نه ښکاري، هاغسې چې په لومړیو کې به د افغانستان د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي وو.

رحمان الله ګربز زړوړ لوبغاړی دی چې د نورو شارټونو تر څنګ سویپ شارټ هم ښه وهلی شي، سویپ شارټ هر منډه جوړونکی نشی وهلی .دی د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یوه ښه اوپنر کېدی شي.

بل اوپنر ابراهیم ځدراڼ دی په دغو سیالیو کې یې ۱۸۶ منډې کړې چې د افغان لوبغاړو په ډله کې تر ټولو ډېرې دي. په دغو منډو کې دوه پنځوسیزې هم شاملې وي.

دی هم د تخنیک له پلوه غښتلی او با حوصلې لوبغاړی دی. دی لا زلمی دی او ښه اینده لري.

مډل ارډر

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په مډل ارډر کې غښتلي بیسټیمنان لري، اکرام علي خیل، بهیر محبوب او دروېش رسولي د افغانستان ۱۹ کلنو د منځ لوبغاړي دي چې د ملي لوبډلې غوره لوبغاړي هم کېدی شي.

کیڼ لاسی اکرام علي خیل ویکټ ساتونکی دی، تخنیکي او له حوصلې ډکه لوبه کوي او له نورو سره د زیاتو منډو د ملګرتیا وړتیا لري. دی په پیل کې ډېر ارام لوبیږي او یوه یوه منډه کوي، خو وروسته بیا لوبه تیزوي. د افغانستان ملي لوبډله همداسې یو ځوان ته ډېر ضرورت لري.

ده په نړیوال جام کې ۱۸۵ منډې وکړې چې دوه په کې پنځوسیزې وې او په ویکټ ساتنه کې هم ښه وځلېده. محبوب بهیر او دروېش رسولي د افغانستان د کورنیو سیالیو مخکښ لوبغاړي دي. دروېش رسولي په ټول ټورنمنټ کې ۱۵۵ منډې وکړې چې دوه یې پنځوسیزې وې. دی تر فشار لاندې په حوصلې او د ضرورت په وخت کې چټکه او تیزه لوبه کولی شي.

بهیر مجبوب هم د افغانستان د ۱۹ کلنو د مډل ارډر بیسټمین دی چې ارام او تخنیکی لوبغاړی دی. ده په ټول نړیوال جام کې ۱۰۸ منډې وکړې چې یوه پنځوسیزه هم په کې وه. بهیر په کوارټر فاینل کې له کوربه نیوزلنډ سره په لوبې کې ښه وځلېده. د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ښه انتخاب کېدی شي.

افغانستان په نړیوال جام کې پاکستان ته هم ماتې ورکړه

توپ اچوونکي

په توپ اچوونکو کې بیا تر ټولو قیس احمد ډېرې ویکټې واخیستې. دی ورو توپ اچونکی- لیګ بریکر- دی چې په نړیوال جام کې یې ۱۴ ویکټې واخیستې او د غوره بالرانو په ډله کې راغی.

د افغانستان په ملي لوبډلې کې د راشد خان، محمد نبي او په مجیب ځدړاڼ په موجودیت کې شاید لږ وخت ونیسي چې قیس ملي لوبډلې ته راشي. البته دا هېڅ په دې مانا نشي کېدی چې هغه په ملي لوبډلې کې د لوبېدو وړتیا نلري، بلکل یې لري.

دویم افغان بالر چې په نړیوال جام کې یې ډېر کسان وسوځول کپټان نوین الحق و. ده اته ویکټې واخیستې. افغانستان په نړیوال جام کې ډېره تکیه په ورو توپ اچونکو وکړه، خو داسې ښکاري چې افغانستان دا مهال د تیزو توپ اچوونکو له کموالي سره مخامخ دی.

د افغانستان د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې نور لوبغاړي هم د یادولو دي، لکه عظمت الله دولتزی چې ښه الراونډر دی، وفادار مومند تیز توپ اچونکی، مجیب ځدراڼ، طارق ستانکزی او دا ډول نور ځوانان. د کرکټ د نړیوالو چارو مبصرینو په عمومي ډول د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډله ډېره وستایله.

په هغه ورځ چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه، د هند مشهور مبصر هرشه بګلي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د افغانستان پرمختګ زموږ د پېر یوېشتمې پېړۍ تر ټولو ښه داستان دی.