د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور توپ اچوونکي راشد خان د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې هم اول مقام خپل کړی دی.
راشد خان څو ورځې مخکې د یوې ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې هم اول شوی وی. د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰ اورونو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد اول مقام ګټلی دی.
راشد خان څو ورځې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې د زمابوې خلاف د۲۰ اورونو سیالیو کې پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول. د کرکټ نړیواله شورا وايي همدغو لوبو تر ډېره راشد خان د لومړي مقام د ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړه.
He was made the ICC Associate Cricketer of 2017, and ever since he%27s been on 🔥! First he took joint first-place in the @MRFWorldwide ODI Bowling Rankings, and now he has taken first place in the T20I Bowling Rankings!It%27s Afghanistan%27s leg-spinning sensation, @rashidkhan_19! pic.twitter.com/MKpo08IKD8
— ICC (@ICC) February 25, 2018
په دې حساب راشد خان لومړنی افغان شو چې په تاریخ کې د ۲۰ او ۵۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټي. خو دا مقامونه تلپاتې ځکه نه وي چې نړیوالې لوبې روانې دي او په درجه بندۍ کې هم لوبغاړي ښکته پورته کیږي.
په درجه بندۍ کې څو ټکو ته کتل کیږي: اول دا چې څومره کسان سوځولي دي، چې څو منډې پرې شوي او اوسط یې څومره دی.
راشد خان د افغانستان لپاره تر دې دمه د ۲۰ اورونو ۲۹ لوبې کړي دي او ۴۷ کسان یې سوځولي دي.
راشد خان د افغانستان پر ملې لوبډلې سربېره د هند، استرالیا، بنګلدېش، ویسټ انډیز او انګلنډ په سترو نړیوالو تجارتيسیالیو کې هم لوبیږي.