افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټه لغوه کوي

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي کمېټه لغوه کوي او پر ځای یې د لوبغاړو د غوراوي یوه اداره جوړي.

د بورډ مشر فرهان یوسفزي په یو ویدیويي پیغام کې وویل چې د غوراوي اداره به د یو سیتسم او سافټویر له لارې لوبغاړي غوره کوي.

هغه وویل چې په دغه سیستم کې به د ملي او داخلي لوبغاړو د لوبو ریکاردونه او معلومات خوندي کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې له دې لارې به ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي پروسه نوره هم شفافه شي او د واسطو او خپلولۍ مخه به ونیول شي.

ښاغلي یوسفزي په ټولو لوبغاړو غږ وکړ چې له دې وروسته ضرورت نلري چې ملي لوبډلو ته د ورتګ لپاره «په واسطو پسې» وګرځي، بلکې د دغه سیستم د معلوماتو په اساس به یې حق ورکول کیږي او دا به ورته واضح کیږي چې ولې او څنګه غوره شوی او یا نه دی غوره شوی.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي وویل چې د دغه سیستم په اساس به له زمبابوې سره لوبو لپاره د افغانستان لوبډلې ته لوبغاړي ټاکل کیږي.

افغانستان د مارچ په میاشت کې له زمبابوې سره لوبې لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي په کمېټې باندې وخت ناوخت دا انتقاد کیږي چې ملي لوبډلو ته د سفارش او خپلولۍ په اساس لوبغاړي ټاکي او ځوانانو او مستعدو لوبغاړو ته ډېر چانس نه ورکول کیږي.