د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبې سبا پیلیږي


ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سریز سبا پنجشنبه جنوري ۲۱ (سلواغه۲) په اماراتو کې پیل شي.

دغه لوبې د کابل پر وخت د سهار لس نیمې بجې پیلیږي او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبغاړو دغه سریز ته پوره چمتوالی نیولی دی.

له دې مخکې وړمه ورځ افغان لوبډلې به تمریناتي لوبه کې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د اسټرالیا د بګ باش کرکټ لیګ نه راستون شوی پیاوړی افغان بالر راشد خان هم له خپلې لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

یادې لوبې د افغانستان په کوربتوب کیږي.

له هغه وروسته چې نړۍ او افغانستان کې کرونا ویروس خپور شو د ژوند د نورو برخو تر څنګ وزرش هم ټکنۍ شوې دی.

د کرونا وبا د خورېدو راهیسې د شااوخوا یو کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله په یوې نړیوالې لوبې کې سیالي کوي.

له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي چې دا لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو پیل دی چې د ۱۲ لوبډلو تر منځ به اته غوره ټیمونه دغه جام ته لاره پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG